د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نشتر حال دروازې به په هنرمندانو بیا نه بندیږي


غلام غوث مشال راډيو


پيښور: پښتانه هنر مندان او فنکاران وايي ژوند يي په پاکستان کي د یو شمیر مشکلاتو سره مخامخ دی، او د معاشي ستونزو له وجې په موجوده حالاتو کې کار کول نور هم ګران شوې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي چې دوی د هنر مندانو لپاره د حالاتو برابرولو هڅي کوي او نشتر هال ي د هنر مندانو او فنکارانو لپاره پرانستلی دې، د کوم دروازه چې په تير حکومت کي په هنر مندانو بنده کړل شوي وه.

او حکومت هڅه کوي چې د پيښور پوهنتون آغا خان اډيټوريم د سټيج ډرامو لپاره پرانيزي.

په نشتر هال پيښور کي د خوشحال خان خټک د ژوند او فن په اړه د سټيج ډرامي د پائ په دستوره کي د هنر مندانو او فنکارانو غونډې ته پخپله وينا کي د صوبې د اطلاعاتو او کلتور وزير ميا افتخار حسين وويل چې تير شوي څلور پنځه کاله د پښتنو په تاريخ کي تر ټولو سخت وخت وو او پکار ده په دي ليکل وکړل شي او ډرامي پري جوړي کړای شي، چي په ولس کي د عدم تشدد جزبه او د تشدد پر ضد د ودريدو توان پيدا کړای شي.


افتخار حسین وایي (( هم دا خبرې په خپلو لفظونو او ادا کارئ کي قام ته ښودل دي، او دې کې دوه خبري دي يو داچې موږ ظلم نه کوو موږ د عدم تشدد خلک يو، موږ د ظلم خلاف يو،خو د دي نه هم بله سمه خبره دا چې د ظلم نه يريږو هوم نه،دا جرات به په دي قام کي پيدا کول غواړي ځکه چي يوه پيښه وشي نو خلک وايي کډې وړو او ځه ځم،نو دا څوک چې چاته وطنونه پريږدي نو ترهګر هم هغه ميدانونه نيسي))-




د صوبې داطلاعاتو او کلتور وزير پښتنو هنر مندانو له ډاډ ورکړ، چي حکومت به د دوی سره مالي مرستي کوي خو کله مې چې په دې دستوره کې د يو شمير هنرمندانو نه پوښتنه وکړه چي ژوند ي څه رنګ تيريږي نو دوي وويل چي په پاکستان کي د هنرمندانو ژوند د يو شمير معاشي ستونزو سره مخامخ دی.


په دي لړ کي پنځه شپيته کلن په مزاحیه اداکارۍ کې شهرت لرونکی هنر مند نعيم جان مشال ريډيو ته وويل(( اداکار دوی پخپله سوال ګری کړ، ولې چې يو پي ټي وي دی، هندوستان ورته ٦٦ چينلي پرانستلي دي، هلته د وړې پايي اداکار ته دومره معاوضه ميلاويږي چي د هغه خپله بنګله موټر او نور چي څه هغه ته فن کي پکار وي هغه ورسره وي،ايوارډ هم زموږ په وطن کي داسي ميلاويږي چي چرته وزير ممبر له لاړ شي او ورته ووایي چي زما دومره موده وشوه مهرباني وکئ ماله ايوارډ راکړۍ، نو هله به ميلاويږي او هغه هم چي ستا خبره واوري او زړه ي ښه وي))


د سټيج او ډرامو هنر مند عزير شيرپاو مشال ريډيو ته د هنر مندانود ستونزو په باب وويل(( د خوشحال بابا په دي ډرامه کي زما کردار د يو شيطان کردار وو لکه وړني راوړني به مي کولې،زه به دا وويم دا کوم کار چي موږ دلته کوو او دا موږ په هند يا امريکه کي وکو ، نو د هغوي د يو وخت پيسي زموږ د کال برابر دي،د ديارلس ټوکونو په يوه ډرامه کي ما دري مياشتي کار وکړو او ماته پنځوس زره روپئ ميلاو شوې نو ايا په دې به زه د کور کرايه ورکوم که بچيان به پري ساتم که خپله خيټه، که په بچو به پري تعليم کوم او څه څه به پري کوم))

خو د صوبي د اطلاعاتو او کلتور وزير ميا افتخار حسين وويل چي موجوده حکومت هنرمندانو ته د نشتر هال دروازې پرانستلي دي، او دوی هڅه کوي چي په پيښور پوهنتون کي آغا خان اډيټوريم د سټيج ډرامو لپاره پرانيزي،

((بيا به د نشتر هال تاله ماتول نه غواړي،که موږ په واک کي وو او کنه خو تاسو او موږ به په شريکه دا مبارزه کوو چي په فنکارانو به دروازې نه بنديږي،آغا خان اډيټوريم چي په پيښور پوهنتون کي دی، هغه تاسو ليدلی دې دسټيج لپاره به هغه پرانيزو، ماته ياد شي چي موږ به پري فلمونه کتل هغه پري هوم بند کړای شو او بيخي ي ورته تالي ولګولي))

ميا افتخار حسين زياته کړه چې د صوبې د کلتور ډائيريکټريټ د پښتونخوا د ټولو فنکارانو لسټ تيار کړی دی، او د هر يو هنر مند سره به په يو نه يو ډول مالي مرستي کوي، او د کلتور ډائيريکټريټ د ولسي شاعرانو او فنکارانو د قبرونو جوړولو لپاره هم مالي پنګه بيله کړيده چې دا شان د هنرمندانو نښي نښاني خوندي کړای شي.
XS
SM
MD
LG