د لاسرسي ځای

جنوبي وزیرستان کې ډرون برید د القاعده دوه عړې وژلې


بيګا جنوبي وزيرستان کې په يو ډرون بريد کې خوا او شا نهه مشکوک وسلوال وژل شوي دي چې د چارواکو په وينا دوه تنه يې د القاعده وسله والې ډلې مهم غړي وو.

په سیمه کې د استخباراتي ادارې چارواکي وایي دغه برید د جنوبي وزیرستان په لرې پرته غرییزه سیمه بابړ کې تر سره شوی دی، چرته چې مواصلاتي نظام هم کار نه کوي.

تر دې بريد څو ساعته مخکې، د پاکستان د بهرنيوو چارو سیکريټري، جليل عباس جيلاني سينيټ ته وويل چې له امريکا به وغواړي په پاکستان کې ډرون بريدونه ودروي ، ځکه چې دغلته د القاعده غړي نشته خو د امنيتي ادارو د چارواکو په وينا بيګاني بريد کې د ابوماجد العراقي او شيخ وقاص اليمني په نامه د القاعده دوه غړي وژل شوي.

د تیرې میاشتې د پنځمې او شپږمې نیټې په منځنۍ شپه هم د بابړ په سیمه امریکایي ډرون بریدونه شوې وو، چې پکې د وسلوالو طالبانو د وژنې رپوټونه راغلې وو.

پاکستان د ډرون بريدونو خلاف د غږ پورته کولو په ترڅ کې وايي چې دا د دوی د خاورې د خودمختارۍ خلاف دي خو امريکا وايي د مهمو ترهګرو د نښه کولو لپاره دا بريدونه ضروري دي.
بل خوا ناقانونه ګرزول شوې وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان د بيګاني بريد ترديد کړی.
XS
SM
MD
LG