د لاسرسي ځای

د ملګرو ملتونو د ماشومانو حقونو کمېټۍ په هغو رپورټونو اندېښنه ښودلې چې په کې ویل شوي په تېرو څلورو کالونو کې په افغانستان کې په حملو او د امریکايي پوځیانو په هوايي بمبارۍ کې په سلګونه ماشومان وژل شوي دي.

کمېټۍ وايي، دا وژنې د رپورټونو تر مخې د احتیاطي تدابیرو کموالي او د قوت بې درېغه کارولو له کبله شوې دي. دې کمېټۍ د ښکار شویو ماشومانو د شمېر په اړه زښته اندېښنه ښودلې ده.

له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ز کال پورې په افغانستان کې د ماشومانو وژنې دوه چنده زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG