د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پر مشکوکو ترهګرو ډرون بریدونه




احمد شاه اعظمي - پراګ

د امريکا د استخباراتي ادارې سي آی اې لپاره نومول شوي مشر جان برېنن د هيواد د سېنېټ يوې کمېټۍ ته ويلي چې ډرون بريدونه به په راتلونکې کې هم جاري ساتي ځکه چې دوی ډرون د ترهګرو په ضد د يو وروستي ګام په توګه استعمالوي. تر دې وړاندي د امريکا د دفاع وزير لېون پنيټا او سپيني ماڼۍ هم په ډاګه کړې وه چې ډرون قانوني دي او دا به د ترهګرو په ضد جاري ساتل کيږي. امريکا د ترهګرۍ په ضد جنګ کې د پاکستان په قبايلي سيمو کې په ډرون بريدونو کې ګڼ شمېر ترهګر په نښه کړي دي. که څه هم پاکستان د ډرون بريدونو په ضد بيانونه ورکوي او دا د خپلې خپلواکۍ په ضد تېری ګڼي خو د پوځي چارو کارپوهان په دې نظر دي چې پاکستان هم په دې پوهيږي چې ډرون د ترهګرو پر ضد ډېره موثره وسله ده نو له همدې کبله يې جدي ګام نه دی پورته کړی او په پټه ورسره موافق دی.

د پاکستان د پوځ پخوانی چارواکی او د پوځي چارو کارپوه بريګيډير سعد محمد خان وايي په قبايلي سيمو کې د پاکستان بشپړه عملداري نشته نو دوی هم پر ډرون بريدونو رضا دي او د دواړو هيوادونو پر اړيکو به د دې منفي اغېز نه وي.

((زما خيال دا دی چې په ډروان حملو کې د پاکستان څه نا څه رضامندي ور سره شامله ده. چونکې پر دغه علاقه باندي د پاکستان خپله عملداري نشته او پخبله څه کولای نه شي نو امريکا چې څه کوي پر هغه خو په ظاهره شور کوي او يو سياسي بيان بازي کيږي خو زما خيال دا دی چې پاکستان په دې باندي سخت موقف نه دی اخستی. نو زه فکر نه کوم چې په دې سره به په تعلقاتو څه ډول خرابی راځي. دې کې به صرف د دې خيال ساتل پکار وي چې پر پاکستاني ځواکونو حملې ونشي.))

د پاکستان حکومت د ډرون په ضد د بيان ورکولو پر وخت له امريکا څخه په وار وار دا غوښتنه هم کړې چې د ډرون ټېکنالوجي دي ورکړل شي چې پخپله د ترهګرو په ضد د دې استعمال وکړي. په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر او د سيمه ايزو چارو کارپوه ډاکټر اعجاز خټک وايي چې د پاکستان او امريکا تر منځ د بحث اصل نکته د ډرون ټيکنالوجي پر سر ده چې امريکا نه غواړي دا غلطو لاسونو ته ورشي.

((پر ډرون باندي د دواړو ملکونو زيات بحث دا نه دی چې دا ښه دي که بد دي بلکې د پاکستان نظر دا دی چې دا بايد پاکستان کولای. ياني ډرون دي کيږي خو امريکا دې نه کوي، موږ به يې کوو. امريکا ګڼي چې زه دا تاسو ته نشم درکولای. ځکه چې هغه وېره لري چې هسي نه دا د بل چا لاسو ته ورشي، پر دې يو اختلاف موجو دی او دا بحث او اختلاف به جاري وي. خو لنډه خبره دا ده چې د ډرون په وجه به د پاکستان او امريکې تعلقات نه خرابيږي. که په نورو وجو سره خراب شي نو بيا به ډرون پکې يو وجه يا نکته کيږي.))

که څه هم پاکستان ډرون بريدونه د خپلي خپلواکۍ او ارضي تماميت په ضد ګام ګڼي او په ښکاره د دې د درولو غوښتنه کوي خو د پوځي چارو کارپوه بريګيډير ريټايرډ سعد محمد خان وايي، دلته نور هم داسي عناصر شته چې د پاکستان خودمختاري يې تر پښو لاندي کړې ده نو د هغوی په اړه هم ګام پورته کول پکار دی.

((که په پاکستان کې خلک شور کوي چې ډرون د پاکستان پر خودمختاري يا آزادي باندي حمله ده نو دلته خو هم داسي خلک شته چې د پاکستان د خودمختارۍ يا آزادۍ خيال نه ساتي. پر دغه قبليلي علاقو يې قبضه کړې ده او هغې باندي د پاکستان عملداري نشته. نو دغه خبرې ته هم سوچ په کار دی.))

پر ډرون بريدونو يوه نيوکه په دې کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه کيږي خو د امريکا د اسخباراتي ادارې نومول شوی مشر جان برېنن وايي په دې بريدونو کې د ولسي وګړو تلفاتو ته ډېر پام کوي ځکه چې د دوی هدف د ترهګرو په نښه کول دي. د امريکا او پاکستان لخوا د ډرون پر سر که څه هم له ډېره وخته په ښکاره بحثونه کيږي خو کارپوهان په دې نظر دي چې دا بريدونه د اړيکو د خرابوالي لامل نه دي.
XS
SM
MD
LG