د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان امن دې د کابل په مشرۍ وشي. روس





فرانس پریس خبري اژانس وايې، د پاکستان د حزب اختلاف د لوی ګوند مسلم ليګ مشر نواز شريف پر حکومت له وسله والو طالبانو سره په سمدستي توګه د خبرواترو غوښتنه کړې ده.

نوموړي پر حکومت غږ کړی چې د طالبانو له لوري د مشروطه خبرو اترو کولو وړانديز دې جدي واخلي.

د وسله والو طالبانو وياند احسان الله احسان د تېرې يکشنبې پر ورځ يوه ويډيو جاري کړې وه چې د نواز شريف په ګډون د ځينو سياسي مشرانو په ضمانت يې له حکومت سره د خبرو اترو وړانديز کړی وو.

خو نواز شريف د طالبانو د وړانديز هرکلی وکړی البته له ضمانت ورکولو يې انکار وکړی.

د پاکستان په يوه اخبار کې په خپور شوي بيان کې نواز شريف ويلي، ضرورت د دې خبرې دی چې د وسله والو طالبانو وړانديز جدي واخستل شي ځکه د پاکستان ولس امن ته ليواله دی .د هغه د دې بيان تصديق د مسلم ليګ ن وياند صدیق الفاروق هم وکړی.

د فرانس پريس خبري اژانس په وينا، تنقيد کوونکې پر حکومتي چارواکو تور لګوي چې په پخوا کې يې د وسله والو طالبانو د خوشاله کولو لپاره له هغو سره د امن تړونو وکړل چې د دوی په خبره، هم دغو معاهدو طالبانو ته د نورو حملو لپاره د تياري موقع په لاس ورکړه.

بلخوا د روس خبري اژانس اتار تاس د پاکستان او افغانستان ترمينځ د سټرتيجک تړون په اړه يو خبر ورکوي.

د اژانس په وينا د روس د بهرنيو چارو د وزارت وياند اليګزنډر لوکاش وچ د پنجشنبې پر ورځ ويلي، د لندن په درې هيواديزه غونډه کې د افغانستان او پاکستان پر سټرېټيجېک تړون کولو سلا کيدل به د سيمي د امنيت په نور ښه کولو کې کردار ولوبوي.

نوموړي په افغانستان کې د سولي لپاره د شروع شوو نړيوالو هڅو د کاميابۍ هيله وښودله.

د روس د بهرنيو چارو د وزارت وياند باور څرګند کړی چې له وسله والو سره خبرې اترې ښايي يوازې هغه وخت بريالۍ شي کله چې دا د کابل په مشري کې وشي او دا چې ټول وسله وال د ملي پخلايني بنيادي اصول ومني، وسله و غورځوي ، د افغانستان آئين و مني او له القاعده او نورو ډلو سره د تل لپاره اړيکي و شلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG