فرانس پریس خبري اژانس وايې، د پاکستان د حزب اختلاف د لوی ګوند مسلم ليګ مشر نواز شريف پر حکومت له وسله والو طالبانو سره په سمدستي توګه د خبرواترو غوښتنه کړې ده.
نوموړي پر حکومت غږ کړی چې د طالبانو له لوري د مشروطه خبرو اترو کولو وړانديز دې جدي واخلي.
د وسله والو طالبانو وياند احسان الله احسان د تېرې يکشنبې پر ورځ يوه ويډيو جاري کړې وه چې د نواز شريف په ګډون د ځينو سياسي مشرانو په ضمانت يې له حکومت سره د خبرو اترو وړانديز کړی وو.
خو نواز شريف د طالبانو د وړانديز هرکلی وکړی البته له ضمانت ورکولو يې انکار وکړی.
د پاکستان په يوه اخبار کې په خپور شوي بيان کې نواز شريف ويلي، ضرورت د دې خبرې دی چې د وسله والو طالبانو وړانديز جدي واخستل شي ځکه د پاکستان ولس امن ته ليواله دی .د هغه د دې بيان تصديق د مسلم ليګ ن وياند صدیق الفاروق هم وکړی.
د فرانس پريس خبري اژانس په وينا، تنقيد کوونکې پر حکومتي چارواکو تور لګوي چې په پخوا کې يې د وسله والو طالبانو د خوشاله کولو لپاره له هغو سره د امن تړونو وکړل چې د دوی په خبره، هم دغو معاهدو طالبانو ته د نورو حملو لپاره د تياري موقع په لاس ورکړه.