د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر رکشو د امن نارې



د خبري اژانس ايسوسېټډ پريس په يو ريورټ کې راغلي دي د پاکستانیو ځوانانو مشر سيد علي عباس زيدي پلان لري چې د اسلامي سختدریځو لخوا د تشدد او بې چېنۍ خورولو مخنيوي لپاره هم د هغوي تګ لاره وکاروي.

په پاکستان کې له اوږدی مودې راهيسې اسلامي سختدريځه د خپلو پیغامونو لپاره د سورلو رکشې کاره وي ، دوی د هند او امريکا ضد او په افغانستان کې د جنګ د ملاتړ نارې په رکشو ليکي.

زيدي هم دا تګ لاره د اسلامي سخت دريحۍ ضد کارولو پلان لري او غواړي چې په رکشو د امن پغامونه وليکي او لکه د ټرکونو او بسونو په څېر دغه پغامونو ته ښکلې او زړه راښکونکې بڼه ورکړي.

د پاکستان د ځوانانو د اتحادې مشر سيد علي عباس زيدي وايي بايد چې موږ دا رومانوي آرټ بېرته په خپلو لاس کې واخلو او د امن خورولو لپاره يي وکاروو.

زيدي غواړي چې دا پروګرام د پاکستان په کراچۍ ښار کې شورو کړي چرته چې يواځې تېر کال څه باندی ۲۰۰۰ خلک په سياسي فرقه ايزه او نسلي جګړو کې وژل شوي دي.

د پاکستان د ځوانانو اتحادیې د کراچۍ په مختلفو نا آرامه سيمو کې له ۲۰۰ څخه زياتو زده کونکو سره خبری کړي او ورته يي ويلي دي چې له ځان سره د امن نارې او انځورونه یا پېنټینګز راوړي چې دارنګ په رکشو يي ولګوي. ځینو په کې داسې نارې راوړي د مثال په توګه ( اې ملګرې جګړه مه کوه) ( اې ملګرې تنګول مه کوه) همداراز ځینو بيا له ځان سره مذهبي نارې رواړې وې. د مثال په توګه ( ته د نورو مذهبونو احترام کوه ستا د مذهب به هم خلک احترام کوي)
او په دې کې تر ټولو خوندوره نعره دا وه چې ( زه رکشه چلوم ، ګولۍ نه چلوم)

دې نعرو ته د رنګينې بڼه ورکولو لپاره د پاکستان د ځوانانو اتحادیې په کراچۍ کې د ټرکونو انځورګر یا ارټسټ نصرت اقبال د ګمارلو پرېکړه کړې ده، اقبال په دې مېدان کې لوی شهرت لري ځکه چې نوموړی په لندن کې پر يو بس او سیډني کې يو ټرام باندې هم ګلکاري او انځورګري کړې وه.

د ځوانانو اتحادیې ته د دې کار لپاره يو تن د نوم نه ښودلو پر شرط د ۲۵۰۰۰ ډالرو چنده ورکړې. تر دې وخته پورې په پنځو رکشو د امن نارې لېکل شوې دي او په کراچۍ کې به په نورو پنځوسو هم دا قسمه نعرې ليکل کيږي. دوی تمه لري چې دا پروګرام به د پاکستان نورو لويو ښارونو ته هم غځول کيږي.

انځورګر نصرت اقبال وايي هغه به ضرور په دې پروګرام کې برخه اخلي ځکه چې په کار ده هر يو تن د امن راوستو په لړ کې خپل رول ولوبوي.

په پاکستان کې د ځوانانو د اتحاديي مشر سيد علي عباس زيدي وايي ( دوی په دې پوه دي چې په رکشو د امن نعرو ليکلو سره به په کراچۍ د بدامنۍ ستونزه ختمه نه شي خو هیله یې وښودله چې د امن کلچر په رامنځ ته کولو کې به مرسته وکړي. نوموړی زياتوي تمه لري چې د امن ونې په لویولو کې به دا یوه پاڼه ثابته شي.
XS
SM
MD
LG