د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ تاوتریخوالی:۱۶ تنه ووژل شول




د پاکستان تر ټولو لوی صنعتي او کاروباري ښار کراچۍ په اورنګي ټاون سېمه تېره شپه د پولیسو پر یو ه موټر بمي چاودنه شوې ده ـ

پولیس وایي، دا یوه ریموټ کنټرول چاودنه وه چې په کې د دوی درې سرتیرې وژل شوي، او د دریو پولیسو په ګډون ۷ کسان ژوبل دي.

بلخوا د تشدد په روانو پېښو کې د دغه ښار په بیلابیلو برخو کې ۱۳ کسان وژل شوي دي ـ

ددې ترڅنګ څو ورځې مخکې د دیني عالمانو د وژنې پر ضد د ځینو مذهبي ډلو لخوا نن (جمعې په ورځ) اعلان شوی کاربندیز دوام لري.
XS
SM
MD
LG