د لاسرسي ځای



پامیر ساحل مشال راډيو

پراګ:- د امریکا نیشنل پبلیک راډیو په یوه رپورټ کې لیکلي، د افغان پوځ ډګروال عبدالقدوس غني وايي، تر ۲۰۱۴ز کال وروسته له یاغیانو سره دوی د جنګېدو صلاحیت لري. د ده په خبره، اوس چې دوی کومه وسله لري هغه د دې کار له پاره کافي ده.

ډګروال غني وايي، البته د هیواد پولو ساتلو له پاره دوی نورې وسلې ته ضرورت لري.

د افغان پارلېمان غړې شکریه بارکزۍ وايي، د افغانستان له پاره ضروري ده چې یو سم روزل شوی او په وسلو سمبال پوځ ولري چې د خپلو ګاونډیو پر وړاندې د خپلو پولو ساتنه وکړای شي.

نوموړې وايي، که دا کار ونه شي نو یوازې د افغانستان له پاره نه، بلکې د نړۍ له پاره خطر موجود دی.

د بارکزۍ له خبرو سره په کابل کې د دفاعي چارو شنونکی جنرال امر الله امان هم موافق دی.

جنرال امان له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د افغان ملي پوځ جوړښت ته باید پاملرنه وکړل شي.

د افغانستان د دفاعي چارو پخواني مرستیال وزیر عتیق الله بریالي له نیشنل پبلېک راډیو سره د خبرو پر وخت ویلي، د هیواد له پاره اصل خطر په سیمه کې له یاغیتوب او سختدریځۍ ولاړ دی.

دی وايي، په پوځ او سیاسي دواړو سطحو یوه سمه تګلاره نه شته.

جنرال امر الله امان هم وايي، نړیوالو غوښتل چې د بون د لومړۍ غونډې په تناظر کې په افغانستان کې ښه او شفافه حکومت داري راولي خو دا عمل نه دی تر سره شوی.

د کار پوهانو په اند، په راتلونکو لسو کالونو کې ګواښونو ته په کتو سره، باید افغانستان یوه سمه دفاعي ستراتیژي ولري. او د دې له پاره باید افغانستان ته هیلي کاپټرې، سپکه وسله او پوځي وسله وال ګاډي ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG