د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان څارندویان روزل کېږي





د افغانستان په بامیان ولایت کې د څارندویانو یا سکاوټ د بیا بهالو لړۍ په تندۍ سره روانه ده. په دې سلسله کې د پارسا په نامه څارندویان له بې وزلو خلکو سره مرستې هم کوي.

د پارسا په نامه یوې ډلې د بامیان غارونو کې د اوسېدونکو خلکو سره د د مرستې په موخه جامې او کالي راغونډ کړي. دا ډله له ۲۰۰۹م کال راهیسې په افغانستان کې د څارندویانو د بیا رامنځ ته کولو لپاره هلې ځلې کوي.

پارسا د افغانستان یوه پخوانۍ خیراتي اداره ده، چې ښوونکي روزي، له نفسیاتي ناروغانانو، یتیمانو او سکولونو سره د مربوطو مسلو لپاره ټولنیز کارونه کوي.

ښځو ته د کار زمینه برابروي او د هغوی له ماشومانو سره چې ښونځيو ته د ځینو ستونزو له وجې نه شي تلای په تعلیمي برخه کې مرسته کوي.

د پارسا څارندوی ډلې سلاکار کیت بلېکي په پیل کې د خیراتې ادارې لویو ماشومانو ته روزنه ورکوی چې له یتمخانو سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې اوس مهال۰ ۲۰۰ زره څارندویان او تر ۱۰۰ډیر د څاراندویانو مشران په کار بوخت دي.

د پارسا ډلې چارواکي وایي، دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د څارندویانو شمیره زیاته کړي.

په افغانستان کې پخوا هم څارندویان روزل کیدل او لومړی ځل په نولس سوه یو دېرشم ( ۱۹۳۱( م کال د دوی روزنه پیل شوله بیا په ۱۹۷۷ کال کې د څارندویانو شمیره په دغه هېواد کې ۳۶۰۰۰ ته ورسیدله.

کله چې په ۱۹۷۸ کال کې د پخواني شوروي اتحاد پوځیان افغانستان ته لاړل د څارندوی سیتم يې بدل کړ او د طالبانو په وخت دا لړۍ يو مخ بنده شوه.

پارسا دا مهال یک یو بهرنی روزونکی لري. پارسا دا باوري کول غواړي چې په افغانستان کې څارندویان دومره پر پښو ودري چې که بیا بهرنۍ مرسته وي او یا نه وي دوی خپلې هڅې جاري وساتلای شي.
XS
SM
MD
LG