د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون بریدونه جایز دي. امریکا





سپینه ماڼۍ وایي اوباما انتظامیه داسې نظر لري، چې د ترهګرو خلاف د ډرون بریدونو استعمال جایز دی، بلخوا د امریکایي کانګریس ځینې غړي وايي، دوی به د ډرون بریدونو د محدودولو په اړه خبرې کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې وایي، اوباما انتظامیه دا نظر لري، ډرون بریدونه قانوني، روا دي، او جایز دي.

کارنې وویل، کانګریس د القاعده اسلامي اورپکو او د هغه ټولو ترهګر ډلو خلاف د تر ټولو مهمو پوځي وسلو استعمال جایز ګڼي، چې د ۹/۱۱ یا یولسم سپټمبر په پیښه کې ککړ وو.

جې کارنې زیاتوی، ( موږ دغه حملې کوو. ځکه دا ضروري ده چې د روانو خطرو مخه ونیسو، د هغوی منصوبه بندي ودروو، په راروان وخت کې د حملو مخه ونیسو، او بیا دا وایم، چې د امریکایانو ژوند بچ وساتو، دا حملې قانوني، روا، او جایزه دي.)

د سپینې ماڼۍ دا بیان له هغې وروستو مخې ته راغلې، این بي سي خبرې ادارې یو رپوټ خپور کړ چې په کې راغلي، لوړ پوړي امریکايي چارواکي د مشکوکو ترهګرو چې په کې امریکایان هم شامل دي، د وژنې امر ورکولی شي، که چیرې د دې ښکاره ثبوت وي او که نه، چې د دغه مشکوکو کسانو نه په راروان وخت کې امریکا ته څه خطر کیدای شی.


د مشال د خبر مرکزي څانګه لیکې ، پر اوباما انتظامیه تنقید کونکې دا تور لګوي، چې د خپلو انتظامي اختیاراتو غلط استعمال کوي، او زیاتوي، دغه پالیسي د امریکایانو د حقوقو سر غړونه ده.

تنقید کونکی په ۲۰۱۱م کال کې په یمن کې د یوې ډرون حملې ذکر کوی، چې په کې یو مسلمان ملا انوارال اولاکي او د هغه شپاړلس کلن زوی سمیر خان ووژل شو. دواړه امریکایان وو، او د امریکایي چارواکو له خوا پرې د څه جرم هیڅ تورونه نه وو.

بلخوا ایسوشي ایټډ پریس لیکې، د کانګریس یو شمیر غړي، د امریکا لخوا د مشکوکو اورپکو چې په کې امریکایان هم شامل دي، د وژلو اختیار د محدودولو لپاره هڅې کوي.

ډرون حملې چې له پاکستانه تر منځني ختیځه، او شمالي افریقا پورې استعمالیږي، او مشکوک ترهګر په نښه کیږي، د امریکایی سینټ د بحث موضوع ده.

د ډیموکریټک ګوند یو سېنېټر کرس کونز بیا وایي، د ډرون بریدونو په اړه خبرې به د کانګریس په ایجنډا کې وي، او باید د دې په محدودیت خبرې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG