د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هر کور کې ملاله په کار ده"


ملاله یوسفزۍ تر اپرېشن وروسته په روغتون کې
ملاله یوسفزۍ تر اپرېشن وروسته په روغتون کې

د خیبر پښتونخوا د سوات سېلاني سیمې د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ له ژوبلېدو وروسته په خپل ړومبي ويډيويي پېغام کې ويلي دي هغه به په سيمه کې د امن راوستو او هر ماشوم ته د تعليم ورکولو لپاره خپل زوړ مشن جاري ساتي.

(( زه خپلوخویندو وروڼو ته وایمو دا چې زه نه جکه جوړه یم دا ستاسو د دعاګانو برکت دی. او مې اوس هم هغه خپله زړه لاره نیولې ده. چې په سیمه کې امن راشي او ماشومان نجونه هلکان سکولونو ته ولاړ شي.))


ملالې يوسفزۍ ته هغه وخت د نړۍ پام واوښتو کله چې د تېرکال د اکتوبر مياشت په نهمه نيټه وسله والو طالبانو پر هغې بريد وکړو. طالبانو ويلي ول، چې هغوی ځکه پر ملالې حمله وکړه چې هغې د جينکو د تعليمي پرمختګ لپاره هلې ځلې کولې او د دوی پر کارونو يې نيوکې کولې.

پنځلس کلنه ملاله په خپل ویډیويي پېغام کې ځوانان مخاطب کړي، خو اوس پوښتنه دا ده چې پښتانه ځوانان د هغې له مبارزې سره څومره ملګري دي. په دې اړه له مشال راډيو سره یو څو ځوانانو په خپلو خبرو کې وویل.

د خيبر پښتونخوا له تربېلا سيمې سره تعلق لرونکي سبا مومند وايي، هغوي هم له ملالې سره ملګرې ده ځکه چې هغوی هم په پښتنه سيمه کې امن او تعليم غواړي.

همداراز له مردان سره تعلق لرونکې ځوان شهنشا وايي موږ په دی طريقه د ملالې مشن پر مخ بوتلای شو چې خپلو لوڼو او خوېندو ته تعليم ورکړو.

ملالې په خپل پغام کې ويلي دي هر ماشوم ته د تعليم ورکولو لپاره هغوی ملاله فنډ قايم کړی دی.

ملاله فنډ تېر کال پاکستان او یونیسکو (د ملګرو ملتونو د تعليم ، ساينس او کلتور څانګې) د نړيوالې ټولنې په ملاتړ قايم کړو او پاکستان د دې فنډ لپاره يو کروړ ډالره اعلا ن کړل.

له وزيرستان سره تعلق لرونکی او د پېښور يونيورسټۍ زده کونکې واجد عزیز وايي، بايد چې د ملالې فنډ پيسې د هغه خلکو په تعليم خرچ کړل شي چې څوک د تعلیم حاصلو وس نه لري او په کار ده چې دا پیسې د سیاسي ګټو لپاره ونه کارول شي.

د ملالې په ژوند او مبارزه کې د پښتنو ځونانو لپاره څه سبق دی په دی اړه د نړيوالې بهادری مېرمنې جايزه ګټونکې شاد بېګم وايي، بايد چې پښتانه ځوانان هم لکه د ملالې يوسفزۍ په خپلو سيمو کې د هرقسمه بنديزونو خلاف د تعليم لپاره ودريږي.

شاد بېګم زياتوي ترڅو چې د پښتنو په هره کور کې ملاله نه وي پېدا شوې او د خپل حق لپاره يې آواز نه وي پورته کړی تر هغو په بشپړه توګه د پښتنو ټولنه کې مثب بدلون نه شي راتلی.
XS
SM
MD
LG