د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که اسد ملک پرېږدي، نو نه به مقدمه کېږي"


ولسمشر بشار الاسد
ولسمشر بشار الاسد


د شام حکومت مخالفه ډلې د دوشنبې په ورځ د خپل مشر د هغه وړانديز دفاع وکړه چې نوموړي تېره اونۍ ولسمشر بشار الاسد ته په دې شرط د خبرو اترو وړانديز کړی و چې هغه به کورنی جنګ پای ته رسوي. په وړانديز کې ويل شوي چې پر بشار الاسد به په دې شرط مقدمه نه چلول کيږي که چيري هغه له خپلې څوکۍ څخه استعفا وکړي او هيواد پريږدي.

دا وړانديز که څه هم د اپوزيشن د مشر شېخ احمد معاذ الخطيب شخصي نظر و چې په لومړي سر کې له نيوکو سره مخامخ شو خو د تيري اونۍ په پای کې د شام د انقلابيانو قامي شورا او اپوزيشن قوتونو ورسره ومنی.

شېخ خطيب چې يو جلا وطنه دروند سني عالم دی او د دمشق د تاريخي اميه جومات مشر امام پاتې شوی دی، وويل، هغه به په دې شرط له بشار الاسد سره خبرې اتري کوي که هغه يو لک او شپېته زره سياسي بنديان خوشي کړي او د يو شمېر هغو بهر ميشتو شاميانو پاسپورټونه نوي کړي چې تر وخت تېر شوي دي.

بلخوا د شام د قامي جوړ جاړي وزير او د بشار الاسد ملګري علي حيدر رشيا ټوډې نومي روسي ټېلي وژن ته په مرکه کې وويل، چې حکومت له هغو ټولو ډلو سره خبرو اترو ته تيار دی چې تشدد پريږدي. نوموړي وويل دوی راضي دي چې د پاسپورټونو ستونځه هواره کړي خو د بنديانو خوشي کول نه. حېدر زياته کړه چې د يو لک او شپېته زره بنديانو په شمېر کې مبالغه شوې ده او له شېخ خطيب څخه يې وغوښتل چې د بنديانو د نومونو لسټ ور ولېږي.

د شام اپوزيشن د بشار الاسد په اړه فکر کوي چې يو ظالم آمر دی چې د نږدې دوو کلونو په شخړه کې يې تر شپېته زره زيات کسان وژلي دي. او د نوموړي له حکومت سره به تر هغه وخته خبرې نه کوي تر څو هغه له واکه نه وي ليري شوی.

له العربيه ټي وي سره په يوه بله مرکه کې شېخ خطيب دا وړانديز هم ورکړی چې بشار الاسد خپل مرستيال ولسمشر فاروق الشارا د هيواد د مشر په توګه ټاکلی شي چې د عربي سفاراتکارانو لخوا يې هم د يو امکاني سياسي عبوري مشر په توګه وړانديز شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG