د لاسرسي ځای

تازه خبر

زیرو ډارک ترټي فلم د اسامه د وژلو کیسه


زیرو ډارک ترټي فلم اداکاران
زیرو ډارک ترټي فلم اداکاران

؛زیرو ډارک ترټي؛ یو داسې فلم دی ـــــــ چې په تیرو لسو کالونو کې د سي آی ای له خوا د اسامه بن لادن د لټون کیسه په کې شوې ده او د اسکر د جایزې لپاره هم نومول شوی دی.

واشنګټن پوسټ ليکي ــــــ د سي آی اې په ګډون سنجیده خلک په دې ویریږي هسې نه چې د فلم کیسه خلک رښتیا وګڼي . سره له دې چې په پاکستان کې دا فلم په سینما ګانو کې نه ښودل کیږي بیا هم خلک يي د نقل شوي ډي وي ډي کیسټونو له لارې ګوري ـــــــ دا خلک دا فلم د هالي وډ د یو فیکشن فلم په توګه اخلي . خو په پاکستان کې ډیر خلک د اسامه بن لادن د وژنې ټوله کیسه فیکشن یا دروغ ګڼي.

۳۵ کلن رضوان ــــــ ورځپاڼې ته ویلي ـــــــ په تیکنیکي لحاظ دا یو زورو فلم دی او چې څنګه جوړ شوی دی او څنګه اداکاري په کې شوې ده ډیره ښه ده. خو رضوان زیاته کړې هغه په دې لا شکمن دی چې دا کیسه دروغ ده او که رښتیا؟

د ډي وي ډي د یو دکان مالک ــــــ کاظم عباسي ویی ــــــــ کومو خلکو چې دا فلم کتلی د فلم په توګه يي خوښ شوی دی خو په دوی کې ډیر په دې باور دي چې دا دروغو یوه مجموعه ده.

د فلم ځیني اخستونکې وای ـــــــ بن لادن له سره په ایبټ اباد کې موجود نه وو، او دا فلم د پاکستان د بدنامولو لپاره جوړ شوی دی.

د اولس سیاسي او پوځي قیادت د اسامه پرضد له عملیاتو انکار کوي خو په دې غوسه دي چې امریکا دغه عملیات ولې په یواځې سر کړي دي . خو په پاکستان کې ډیر سازشي نظریې مني او دا اصرار کوي چې اسامه خو څو کاله مخکې وژل شوی وو.

ورځپاڼه لیکي ــــــــ د پاکستان پوځ او حکومت مني چې دایبټ اباد برید شوی دی خو په دغه اړه چې يي د پلټنو لپاره کوم کمیشن جوړ کړې وو، د هغې راپور يي د ولس سره نه دی شریک کړی.

د پاکستان د فلم سنسرشپ بورډ چیرمین راجه مصطفا حیدر واشنګټن پوسټ ته ویلي ــــــ په فلم د ریاست له خوا بندیز نشته او د سینما مالکانو په غیرسرکاري توګه د فلم د ښودلو نه انکار کړې دی.
XS
SM
MD
LG