د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې بهیر د بې باوریو ښکار دی





اسوشي اېټېډ پریس اژانس لیکي، د افغانستان د سولې عمل شا و خوا دوه کاله مخکې پیل شو. اوس سختدریځي طالب وسله وال هم داسې اشارې ورکوي چې خپل دریځ به نرم کړي. او په حیرانوونکې توګه د طالبانو پټه خوله ناست مشر ملا عمر هم وړاندیز کړی دی چې تر جګړې وروسته په افغانستان کې به په واک کې ورشریک شي.

امریکا او متحدین یې غواړي چې د نړیوالو ځواکونو تر وتو مخکې دا د سولې عمل بریالی شي.

اژانس لیکي، که څه هم ښکاري چې طالبان د پخوا پرتله اوس غواړي چې خبرو ته کښېني، خو د مرکچیانو یا مذاکرات کارانو د زیاتېدونکي شمېر له کبله د سولې دا خبرې اوس هم غولوونکې ښکاري. دا مرکچیان ټول غواړي چې خبرې اترې پیل کړي.

لوړ پوړي امریکايي، افغان او نور چارواکي وايي، د طالبانو غړي، له ۳۰ تر ۴۰ پورې هیوادونو له استازو سره په رابطه کې دي. له دې چارواکو سره اسوشي اېټډ پریس اژانس په افغانستان او پاکستان کې خبرې کړې دي.

همدا راز، د سولې د عمل مهمو هیوادونو یانې امریکا، پاکستان او افغانستان تر منځ بې باوري ده چې له کبله یې د سولې له عمله توجه بلې خوا ته اوړي.

دا خبرې دې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط کړې دي.

په مقاله کې راغلي، پر همدې موضوع د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له خپل افغان سیال حامد کرزي سره په برتانیا کې خبرې کړې دي. دې دواړو مشرانو د برتانیا له وزیر اعظم ډېوېډ کیمرون سره د ګل پر ورځ ولیدل او د سولې بهیر یې وڅېړه.

په دې وروستیو کې د غرب او افغان حکومت تر منځ کړکېچ بیا تازه شوی دی ځکه چې ولسمشر کرزي ویلي ول غرب دې د سولې خبرې د افغان حکومت ضد نه کاروي.

همدا راز، کابل او واشنګټن خپه دي چې ولې پاکستان هغه طالبان نه څاري چې په تېرو میاشتو کې یې له خپلو زندانونو خوشې کړي دي. په افغانستان او پاکستان کې هیڅوک نه دي خبر چې خوشې کړل شوي طالبان چېرې تللي دي.

مقاله زیاتوي، تېره اونۍ طالبانو د خپل وخت د ټولو زندانیانو له خوا د عدالت او انصاف پخواني وزیر ملا نور الدین ترابي یو بیان خپور کړ. دا یو داسې اشاره ده چې ښيي، کېدای شي دا خوشې کړل شوي طالبان بیا له یاغیانو سره یو ځای شوي وي.
XS
SM
MD
LG