د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر: پاڅونوالو له طالبانو سويس وسله نيولې



د اتوار پر ورځ د لوګر ولايت پاڅونوالو له وسلوالو طالبانو د الوتک ویشتونکې وسله نیوله چې په سويس هيواد کې جوړه شوې.

د سوېل ختيځ زون د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندانۍ مسولين خبر ورکوي چې په لوګر ولايت کې پاڅونوالو له وسلوالو طالبانو د شیلکا په نوم نوې لاسته ورغلې وسله نيولې.

د يادې قومندانۍ د څلورمې لېوا قومندان جنرال عبدالرازق ساپي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې وسلوالو طالبانو ته دغه رسېدلې وسله چې د شیلکا په نوم ياديږي، په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ګټه ترې اخيستل کيږي. دی زیاتوي له دې وړاندې وسلوالو طالبانو سره دغه ډول وسله نه ده لیدل شوې.

نوموړي دا ونه ويل چې دا وسله وسلوالو طالبانو ته له کوم لوري رسېدلې خو ويې ويل چې دغه وسله د وسلوالو طالبانو څخه په لوګر کې د وسلوالو پر ضد د راپورته شويو پاڅونوالو لاسته ورغلې چې د اردو سرتېرو ته يې سپارلې ده.

په لوګر کې د وسلوالو پر ضد د پاڅونوالو مشر سيدفرهاد اکبري وايي دا يې څووم ځل دی چې له وسلوالو طالبانو څخه په جګړه کې وسلې نيسي او د اردو ځواکونو او سيمه ايزو چارواکو ته يې سپاري.

نوموړی وايي چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې يې د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅون پيل کړی دی، خو دولت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې، دی وايي چې په اوږه اېښې وسله يې هم له وسلوالو طالبانو څخه نيولې او د هغوی پر ضد يې کاروي :

(( زموږ خو دومره ضعيف دولت هم نه دی ولې موږ ته پام نه کوي، زه ستاسو له لارې ټولو خلکو ته خبر ورکوم چې تر اوسه پورې موږ ۲۸ لاسته راوړنې لرو ډېرې وسلې مو له طالبانو نيولې چې اردو ته مو سپارلې دي.))

اکبري د نيول شوې وسلې په اړه زیاته کړه.

(( دغه نوی ډول وسله چې دفع هوا په نوم ياديږي له پاکستان څخه راروانه وه او غوښتل يې چې د وردګ ولايت کومې ولسوالۍ ته يې انتقال کړي او هلته د دولت پر ضد وکاروي، د دې ترڅنګ يو موټر سايکل او ځينې نورې وسلې مو هم لاسته راغلې دي چې اردو ته مو سپارلې دي.))

نوموړي دا هم وويل چې په دغو وسلو د لېږدلو مهرونو او ټاپو څخه ورته معلوميږي چې دا په سويس هيواد کې جوړه شوه وسله ده، چې په لومړي ځل افغانستان ته انتقال شوې او د دوی لاسته ورغلې.
XS
SM
MD
LG