د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابل: د سيوري اوسېدونکي ښوونځي غواړي




د زابل د سيوري ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې هم د زابل د ځينو نورو ولسواليو په څېر ښوونځي نشته او يا هم تړلي دي، چې له امله يې د دغې ولسوالۍ تر نيمايي زيات ځوانان بېسواده لوی شوي دي.

دوی وايي، بېسواده ځوانان مجبور وي، چې يا پرديو هېوادونو ته په مزدوري پسې لاړ شي، او يا هم د خپلې بېسوادي له امله د دولت له وسله والو مخالفينو سره مله شي.

د دوی په خبره، که له هرې لارې وي، دولت دې ورته په ولسوالۍ کې یو څو ښوونځي جوړ کړي.
د سيوري يو تن اوسېدونکی محمد رفيع وايي، که د دغې ولسوالۍ ځوانان زدکړې وکړي، ډېرې ستونزې به يې ختمې شي، او له نورو هېوادونو څخه به له مزدورۍ هم راوګرځي.

دی وايي، که دولت اوس هم په دغه ولسوالۍ کې ښوونځي جوړ کړي، غټه توره به يې کړې وي.

((د سيوري خلک ټول بې تعليم پاته دي، که ښوونځي دلته جوړکړل شي، د سيوري هر سړی به تعليم يافته وي، ښه او ارام ژوند به ولري، موږ هيله لرو چې ژر تر ژره راته په ولسوالۍ کې ښوونځي جوړ شي، چې نور مو د ځوانانو وخت ضايع نه شي.))

د دغې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی وايي، تر اوسه په دولتي چارواکيو کې هيچا هم د دوی ولسوالۍ ته خدمت نه دی کړی، ځکه خو يې ځوانان بېسواده لوی شوي، او د همدې بېسوادۍ له امله يې ځوانان داسې پرېکړې کوي چې هم يې وطن ته تاوان رسېږي، هم يې ځانونه ورسره غرق کړي دي.

((دلته خلک ډېر بې تعليمه پاتې شوي دي، ټول يا په کورونو ناست دي، يا نورو وطنونو ته په مزدور پسې ځي، د سيوري خلکو ته د دولت هيچا هم خدمت نه دی کړی))

د زابل د پوهنې رييس رحيم الله لودين بيا وايي، چې د سيوري ولسوالۍ لپاره د لسو ښوونځيو تشکيل لري، خو دوی به په را روان کال کې په دغه ولسوالۍ کې څلور تړل شوي ښوونځي بېرته خلاص کړي.

دی هم مني چې په تېره موده کې د بېلابېلو ستونزو له امله د سيوري ګڼ ښوونځي تړلي وو.

((انشالله يوه مياشت وروسته چې تعليمي کال پيل کېږي. موږ به تر هغه له مخه په دغه ولسوالۍ کې څلور ښوونځي بېرته خلاصوو))

زابل د هېواد له ناامنيو ولايتونو څخه دی، چې په زياتو ولسوالۍ کې يې ښوونځي يا له سره شته نه، او که شته هم د امنيتي ستونزو له امله نه ماشومان ورتلای شي، او هم ښوونکي ښوونځيو ته د تللو لپاره زړه ښه کوي.

سید شاه سقیم غزنی
XS
SM
MD
LG