د لاسرسي ځای

پاکستاني طالبان په مشروط ډول روغې ته اماده شوي


د پاکستاني طالبانو له خوا په یو خپور شوي ویډیويي پیغام کې ویل شوي چې دوی په مشروط ډول د حکومت سره د روغې جوړې خبرې پیلولی شي.

په دغه ویډیويي پیغام کې د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان وايي د حکومت سره په دې شرط د سولې خبرې پیلولی شي چې د پاکستان یو شمیر پيژندل شوي سیاست وال دوی ته ضمانت ورکړي.

نوموړی وايي په پاکستان کې پوځ د واک اساسي سرچینه ده نو دغه سیاست وال به مونږ ته د پوځ ضمانت راکوي.

پاکستاني طالبانو د مسلم لیګ ( ن ) په مشر میا نواز شریف ، د جمیعت علما اسلام په مشر مولانا فضل رحمان او د جماعت اسلامي په امیر منورحسن باندې غږ کړی چې دوی دې د پوځ او طالبانو ترمنځ ریباري وکړي.

طالبانو همدارنګه په حکومت هم غږ کړی چې ددوی ځیني زنداني ملګري دې خوشې کړي څو ددواړو خواوو ترمنځ د باور فضا جوړه شي.

XS
SM
MD
LG