د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا افغان ژباړونکو ته ویزې نه ورکوي


له واشنګټن پوسټ څخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د هارون باچا ژباړه


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په يوه مقاله کې د جنوبي افغانستان د طارق په نوم د يوه تن په اړه د امريکايي پوځ په حواله ويل شوي چې نوموړي په دغه هېواد کې له امريکايي ماموريت سره اوه کاله د يوه ژباړن په توګه کار وکړ او دغلته د کېدونکيو امريکايي عملياتو په اړه حساس معلومات لري.


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په عين حال کې ويلي چې طارق د امريکا ملي امنيت ته يوه خطر جوړېدای شي او ځکه نو بايد کله هم امريکا ته د تګ اجازه ور نه کړل شي.

په مقاله کې راغلي، طارق پوښتنه کوي چې يو حکومت څنګه کولای شي يو تن په يوه وخت د يوه اتل او هم د يوه ترهګر په توګه وپېژني ؟

مقاله کې وړاندې راغلي، امريکايي کانګرس له تېرو څو کالونو راهيسې دغه هېواد ته د خلکو د مهاجرت په تګ لاره کې پر بدلونونو راوړلو غور کوي، خو امريکايي چارواکي وايي چې په دغه اړه ډېر لږ پرمختګ شوی دی او حکومت نه شي کولی د امريکا د ويزې لپاره په درخواست کوونکو خلکو کې خپل دوست او دښمن وپېژني.

هم د ترهګرۍ د ممکنه خطرونو له وجې امريکا د عراق جګړې په اخيرني کال کې د دغه هېواد د يوشمېر ژباړونکیو د امريکا د ويزې درخواستونه رد کړل. دا مهال چې امريکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او ۶۰۰۰ افغان ژباړونکیو، چې له امريکايي ادارو سره يې د کار کولو په ترڅ کې خپلې زندګۍ له خطر سره مخ کړې وې او امريکا ته د داخلېدو درخواستونه يې ورکړي دي، ښايي د عراقي هغو په څېر دوی ته هم ويزې ور نه کړل شي.

واشنګټن پوسټ په نيو يارک ښار کې د بشري حقونو له يوې ادارې (هيومن رايټس فرسټ) سره د کارکوونکې وکيلې انون هيوګز خبره راخيستې چې وايي، يو شمېر افغانانو ته د دې شکونو له کبله چې له طالبانو سره د هغوی د واکمنۍ پر مهال به يې اړيکې لرلې وي او يا هم د هغوی پر ضد جګړه کې يې برخه اخيستې، د امريکا ويزې نه ورکول کېږي.

ورځپاڼه ليکي، د طارق په نوم له امريکايانو سره کارکونکي افغان ژباړن، چې په ۲۰۰۸ م کال کې يې د امريکا د ويزې لپاره درخواست جمع کړی و، د تېر کال په سيپټمبر کې ورته د امريکا خارجه وزارت په يوه اي ميل کې وليکل، موږ تا ته ويزه ځکه نه درکوو چې کېدای شي ته يو ترهګر يې او يا هم کوم ترهګر تنظيم ته دې مرستې رسولې وي. د ورځپاڼې په ليکنه، سربېره پر دې تورونو، د کندهار په هوايي ميدان کې له امريکايانو سره د نوموړي کار و نه درول شو.

ورځپاڼې د طارق له خولې ليکلي چې وايي، ده هيڅ کله د امريکا له خارجه وزارته د داسې يوه غير منصفانه پرېکړې تمه نه درلوده. نوموړي پوښتنه کړې چې که هغه يو ترهګر دی نو ولې اجازه ورکړل شوې چې په افغانستان کې له امريکايانو سره کار وکړي ؟
XS
SM
MD
LG