د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني طالبان څه غواړي او څومره کامیاب دي ؟


مجید بابر :
ـــــــــــــــــ


د تحريک طالبان پاکستان په نامه وسله واله ډله د تيرو څو کلونو راهیسې ددوی په وينا په پاکستان کی د شرعي نظام د راوستلو لپاره وسله واله جګړه کوي، چې په ترڅ کې يې د حکومتي چارواکو په وينا ۴۰ زره پاکستانيان وژلي ، په زرګونو يې ژوبل کړي او په لکونو يې بې کوره کړي دي. او دغه د تشدد نه ډکه لړۍ اوس هم دوام لري، په لاهور کې مې د سیاسي او دفاعي چارو دکارپوه پروفيسر حسن عسکري نه پوښتنه وکړه چي آيا دغې ډلې ددې دومره مرګ ژوبلي نه پس خپل هدفونه تر لاسه کړي دي او که نه؟ هغه وویل :


((طالبانو چې کومې لاس ته راوړنې کړي دي، هغه يوازي دا دي چې د فاټا په ځينو سیمو يې قبضه کړې ده، هلته يې لږه ډيره عملداري هم شته، او هلته د خپلې خوښي کارونه کوي. دويمه دا چې وخت په وخت هغوی د رياست واک ته د ځانمرګو بريدونو له وجی ستونزې راولاړوي، په پاکستان دننه او په خاصه توګه د پېښور ښار نه ګير چاپيره د تشدد نه ډکې کاروايانې کوي. درېيمه دا چې دوی د پاکستان بيلا بيلو ډلو ته روزنه ورکوي، په خاصه توګه په شمالي وزير ستان کې ددوی روزنيز کیمپونه دي، نو طالبانو ته چې کومې ګټې تر لاسه شوي دي، هغه ټولې منفي دي، او هغه داسې ګټې دي چې د انسانيت په ګټه هم نه دي.))

لکه څنګه چې حسن عسکري وویل چې د تحريک طالبان پاکستان په ګټو کي يوه دا هم ده چې د قبايلي سيمو په ځينو سیمو يې قبضه کړې ده، او تيره اونۍ د خيبر قبايلي سيمې په تيرا کې د دوو ناقانونه ګرځول شویو وسله والو ډلو تر مينځه د سيمې د واک لپاره تر څو ورځو پورې جنګ هم شوی و چې پکې د دواړو خواوو په لسګونو کسان وژل شوي وو. د دغې زمکې ملکیت د کوکي خيلو د قبیلې دی، په باجوړ کې مې د ملک عطالله نه پوښتنه وکړه چې د قبايلي سيمو د زمکو مالکان خو تاسو يئ نو بیا دغلته نورې ډلې د ټوپک په زور ولې واکمنې دي، نو هغه وايي :

(( د تاريخ د پاڼو نه دا څرګنده ده چي د قبايلو په زمکه هيڅوک هم قبضه نه شي کولي، خو دا اوس چې کوم مجاهدين دغو سيمو ته راغلل او د ځانه سره يې نور قومونه لکه ، ازبک ، تاجک او عربان راوستل ، او بله دا چې دوی ته د پاکستان د اسټیبلیشمنټ حمايت تر لاسه دی نو ځکه يې زموږ په زمکو او کورنو قبضه کړې ده، که د دوی حمايت ورسره نه وي نو دوی زموږ په زمکو هډو قبضه نه شي کولی، زموږ تر ټولو لويه کمزوري دغه ده، که زموږ د کوره ورسره خلک نه وي نو دا نه شو کیدای، او دا څه پټه خبره هم نه ده ، زموږ په کورونو کې چې کومي زنانه دي، هغوی هم په دې پوهه دي، که چیرې موږ ددوی د مخالفت کومه خبره کوو نو راته وايي چي حکومت او دغه ډلې يو دي، او راته وايي چې په خله لاس کيږدي، نو هغه ښځي چې نه ريډيو اوري، نه ټيلي ويژن ګوري او نه ورځپاڼې لوستلی شي، هغوی په دې پوه دي نو ټولنه به ولي نه وي خبره ؟

پروفيسر حسن عسکري وايي چې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال فعاليتونه دوی هدف ته نه شي رسولی ځکه چې د هرې نظریې د عملي کولو لپاره د ټولني پراخ حمايت لازمي وي، او دغه حمايت د نه تشدد او د خبرو اترو د لارې تر لاسه کیدای شي، دده په خبره د تاریخ په پاڼو کي داسې مثالونه شته چې د کومې نظريې تر شا تشدد و، هغه څه موده پس په خپله مړه شي او چې د کومې نظريې تر شا د نه تشدد او خبرو اترو تګلاره وه، هغه خوره شوې هم ده او عامه ټولنه ورته د قدر په سترګه هم ګوري.
XS
SM
MD
LG