د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هنګو کې د وژل شویو شمېر ۲۴ شو


د خيبر پښتونخوا په هنګو کې په پرونۍ شوې ځانمرګې حمله کې د وژل شوو کسانو شمير څلورویشتو ته رسيدلې ده.

د جمعې له لمانځه وروسته، د يو جومات سره نيزدې شوي دې بريد کې د قرباني شوو کسانو په اړه د هنګو ضلعې د صحت ادارې مشر، ډاکټر محمد اسحاق بنګش نن مشال ريډيو ته وويل چې پېښه کې يوویشت تنه ځای په ځای وژل شوي وو او درې نورو بيګا هسپتال کې سا ورکړي.

د پوليسو په وينا د پټ بازا سيمه کې شوي دې بريد خوا او شا پنځه ديرش کسان ژوبل کړي هم دي. د پيښې اکثره قربانيان شيعه وګړي دي چې د غندلو لپاره يې ځايي شيعه او سني کونسل د يوې ورځې د ماتم د اعلانولو په ترڅ کې د هنګو بازار تړلی دی.

ياده دې وي چې دې وروستيوو کې پاکستان کې پر شيعه ګانو د بريدونو لړۍ تېزه شوي او تيره مياشت کويټه کې په چاودنو کې د سلو په خوا او شا کې شيعه ګان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG