د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د ګورنر واکمنۍ ضد هړتال




جمیعت علماء اسلام (ف (او بلوچستان نېشنل ګوند (عوامي) په بلوچستان کې د ګورنر واکمنۍ پر ضد نن د کاربندیز اعلان کړی دی.

د مشال راډیو خبریال وايي، تر دې مخکې هم دغه دواړو ګوندونو د جنورۍ پر ۲۵مه په ټوله صوبه کې د کاربندیز اعلان کړی وو.

خو د کوټې سوداګرانو، ځینو سیاسي ګوندونو او د ټرانسپورټرانو اتحادیې د هړتال مخالفت کړی دی.

د روانې میاشتې د جنورۍ پر لسمه د کوټې ښار په مېزان چوک او علمدار روډ کې درې درنې چاودنې وشوې چې په کې په لسګونه کسانو نه ته مرګ ژوبله اوښتې وه. په وژل شویو کې ډېری د شییعه مسلک هزارګان ول چې بیا وروسته له خپلو مړو سره احتجاجي ناسته وکړه او په صوبه کې یې د ګورنر واکمنۍ غوښتنه وکړه.

د پاکستان فېډرالي حکومت تر دې وروسته په بلوچستان کې د اعلا وزیر نواب اسلم رییساني حکومت ړنګ کړ او ګورنر ته یې د صوبې ټول انتظامي واک وسپاره.
XS
SM
MD
LG