د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې انصارالاسلام ډله



خیبر: باړه تیرا میدان، کیڼ اړخ ته د انصارالاسلام مشر قاضي محبوب الحق او څنګ ته یې مفتي عزت الله ناست دی
خیبر: باړه تیرا میدان، کیڼ اړخ ته د انصارالاسلام مشر قاضي محبوب الحق او څنګ ته یې مفتي عزت الله ناست دی


د مشال مرکزي خبري څانګې راپور

ژباړه:- هارون باچا

پراګ:- د پاکستان په قبايلي سيمه خيبر ايجنسۍ کې د انصارالاسلام په نوم يوه وسله واله ډله، چې جګړه ماران يې د يوه صوفي ملا پيرويان دي، د هغه سخت دريځو خلاف راپاسېدلې ده چې غواړي د خيبر درې شاوخوا سيمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

يادې ډلې، چې په دې وروستيو کې يې د تحريک طالبان پاکستان له وسله والو سره خونړۍ نښتې وکړې، د سيمې له اسلامي سخت دريځو سره د ورته نښتو سابقه لري.

د خيبر ايجنسۍ اوسيدونکي په عين حال کې د تحريک طالبان پاکستان پر ضد د انصارالاسلام د وسله وال مقاومت پلوي کوي. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د جنورۍ مياشتې له ۲۵ مې نيټې راهيسې د دواړو ډلو په نښتو کې ۸۰ تنه عام وګړي او جګړه مار وژل شوي دي.

د تحريک طالبان پاکستان په څېر، د پاکستان حکومت انصارالاسلام ډله هم ناقانونه ګرځولې او د خلکو د وژلو لپاره يې تورنه کړې ده.

کتونکي وايي، د انصارالاسلام ډلې عمده هدف د خيبر ايجنسۍ د تر ټولو لويې اپرېدي قبيلې کنټرولول دي چې دغه شان په سيمه کې له کيدونکي تجارت څخه ګټې پورته کړي.

له خيبر ايجنسۍ سره تعلق لرونکي يوه سيکولر سياستوال لطيف اپرېدي د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې ته ويلي چې انصارالاسلام په سيمه کې جوړ شوی د تحريک طالبان پاکستان، القاعده او لښکر اسلام جنګي ايتلاف پر ضد جګړه پيل کړې ده. نوموړي زياته کړې چې يادې ډلې د سيمې د يوه دفاعي ځواک رول خپل کړی دی.

((هغوئ نه ځان وژنکي بريدونه کړي دي او نه يې هم په ترهګر عملياتو کې برخه اخيستې ده. هغوئ يوازې د خپلو ځانونو او د خپلې سيمې د دفاع جنګ کوي. هغوئ د امن راوستلو په حکومتي کوششونو کې مرسته هم کوي.))

انصارالاسلام وسله واله ډله د يوه افغان صوفي مبلغ پير سيف الرحمان پيرويانو په ۲۰۰۴ م کال کې جوړه کړه چې د لښکر اسلام په نوم ډله، چې د يوه سخت دريځه سني ملا مفتي منير شاکر پلويانو جوړه کړې وه، ماته کړي.

دواړو ډلو په خپلو ايف ايم راډيو چينلونو پر يوه بل د کفر فتواوې لګولې دي. د پاکستان حکومت په ۲۰۰۶ م کال کې دواړه ډلې له خيبر ايجنسۍ وشړلې. پير سيف الرحمان څه موده وروسته په لاهور کې مړ شو، خو د انصار الاسلام او لښکر اسلام ډلو وسله والو په سيمه کې خپلې جګړې ته دوام ورکړ.

انصارالاسلام د ځايي خلکو په ملاتړ او د پاکستاني حکومت په پټو مرستو تکيه وکړه، او لښکر اسلام ډله لاړه له تحريک طالبان پاکستان سره ملګرې شوه.

له ۲۰۰۶ م کال راهيسې د دواړو ډلو د جګړو له لاسه د سيمې زرګونه خلک مړه شوي او لسګونه زره کورنۍ بې کوره شوې دي.

د لطيف اپرېدي په وينا، د انصارالاسلام ډلې ماتې به د سيمې لپاره ناوړه عواقب له ځانه سره ولري. په عين حال کې تحريک طالبان پاکستان په دې تېرو اونيو کې د خپلو وحشيانه کړنو لړۍ تېزه کړې ده، چې د تېر کال په دسمبر کې د پښتونخوا حکومت د مشر وزير بشير بلور وژنه يې يوه بېلګه ده.
XS
SM
MD
LG