د لاسرسي ځای

تازه خبر

قلمي دوستي مخ په ختمېدو ده





نیازموساخېل،کوټه


تاسو کله د قلمي دوستۍ په اړه څه اورېدلي دي؟پخوا یو شمېر خلکو به د لیکونو له لارې یو له بل سره دوستې کوله او که څه هم کله کله به دوي په کلونو کلونو یو بل نه وو سره لیدلي،مګر بیا به یې هم دوستې بیخې زیاته پخه او اوږدمهاله وه.د کوټې اوسېدونکی،محمد انور چې خپله هم د قلمي دوستۍ تجربه لري،د ددوستۍ دغې طریقې هغه پخوانې یادونه تازه کوي

٫٫قلمي دوستي په داسې طریقه کېده چې پخوا د دغې طریقې ځانګړې مجلې راتلې او په ورځپاڼو کې به هم کله کله د دغ لپاره ځایونه مختص کړل شوي وو.مثلاً ٫٫د دوستۍ پاڼه٬٬.....!نو په دغه کې به یو چا خپله پېږندګلونه او عکس ور کړ،چې زه پلانکی سړی،د پلانکي ځای،دمره مې عمر او دمره تعلیم او دغه مې اېډرس دی او زه قلمي دوستي کول غواړم.نو بیا چې کله کوم بل کس به دغه پېږندګلونه ووېله نو بیا که د ده خوښه وه او د ده په زړه کې له هغه کس سره د دوستې شوق پېدا شوی وای،نو ده به هغه ته لیک ولیکلی چې زه تاسره دوستې کول غواړم.یاني مختصره دا چې په دغه طریقه به دوستې شروع شوه.یو بل ته به لیکونه لېږل شروع شول.د لیکونو اوږد انتظار به شروع شو.لیک به کله کله په ۲۰ ورځو،کله په میاشت او کله نور هم په ځنډ سره رسېدلی.یو بل ته به سوغاتونه (تحفې) هم لېږل کېدې او دلچسپه خبره دا وه چې کله کله به دغه قلمي دوستي کوونکي په کلونو کلونو یو بل نه وو سره لیدلي او داسې هم بیخي زیاتې پېښې ما ته معلومې دي چې دغه دوستي کوونکي به تر مرګه یو بل نه وو سره لیدلې،مګر دوستي به یې هغه شان پخه او مضبوطه وه٬٬

محمد انور زیاتوي،د قلمي دوستۍ له لارې یو شمېر ودونه هم شوي دي او نور دلچسپه اړیکې هم ټینګې شوې دي.نوموړی د خپلې قلمې دوستۍ تجربه څه داسې بیانوي

٫٫زه دا وخت نږدې ۵۰ کلن یم.نږدې ۳۰ یا څه مخ شا ته کلونه مخکې د پنجاب صوبې په سیالکوټ کې له یو همزولي ځوان سره مې قلمي دوستي وشوه.دوستې مې دومره ورسره مضبوطه شوه چې هغه د سیالکوټ د سپورټس هر قیسمه سامانونه رالېږل او ما به په ځواب کې د کوټې او بلوچستان هر قیسمه وچه مېوه (ډرایي فروټ) ورلېږل.۳۰ کاله تېر شوږد قلمي دوستې وختونه تقریباً ختم شو،مګر زموږ دوستې د ارتقا له مرحلو تېرېدو وروسته اوس د موباېل او انټرنېټ خوا ته راورسېدله،خو دا ده،دوستي هغه شان موجوده ده او حواله یې هغه ٫٫قلمي دوستي٬٬ ده٬٬

محمد انور مخته وایي،د قلمي دوستي کولو ۳۰ کاله وروسته اوس د ده هم بچیان دي او د ده د سیالکوټي دوسته هم واده او بچیان دي او ددوي بچیان هم په دې خبر دي چې د هغوي پلرونه څو څو لسیزې مخکې د قلمي دوستي په تړون تړل شوي وو

که څه هم قلمي دوستي خوندور احساسات او عجبه جذبات تړلې وو،خو کله کله به دا د تاوانونو او بې خونده پېښو وجه هم ګرځېده.قلمي دوستي کوونکی،محمد اکرم په دغه اړه وایي

٫٫کله کله به داسې وشو چې سړی به په دهوکه باز کس کښېوتی او هغه به له تا بې ځاېه غوښتنې پېل کړې.مثلاً دغه شی را ولېږه او هغه څیز راتېر کړه.مګر تا چې به کله هغه څیز ورتېر کړ،وروسته به یې له دوستۍ لاس واخیست او د لیکونو ځوابونه به یې نه در کول٬٬

مګر داسې پېښې په دې کمې ېادېږي چې قلمي دوستي کوونکیو زیاتره کسانو د اخلاص،وفا او مینې په درنو اړیکو او احساساتو هغه ناوړه یادونه له ذهنونو او تاریخه یا خو ختم کړل او یا یې بیخي کم کړل.قلمي دوستي کوونکی محمد انور وایي.که څه هم اوس نوې زمانه ده او اړیکې په آسانۍ برابرېږي،مګر د ده په وېنا،اوس هغه وختونه کله پاتې شو؟

٫٫اوس په نویو ټولنیزو او نورو رسنیو (فېس بُک او نورو) کې کله د انتظار،خوندور درد،عجبه احساس او جذباتو خوندونه پاتې شو؟د لیک خپله ذاېقه (خوند) وو.یو خوا ته ټکي کارول.بېا د هغو ټکو مانې اېستل او بېا د ټکو عجبه خوند تر میاشتو میاشتو په سوچ کې پاتې کېدل،دا هغه څه دي چې اوس نشته٬٬

قلمي دوستي کوونکي وایي،د وخت او ټېکنالوجي پرمختګ د قلمي دوستي هغه خوندور وختونه ختم کړي او اوس دوستي او اړیکې ډېر ارزانه او آسانه شوې دي،خو د دوي په وېنا،دغې ارزانۍ او آسانۍ اوس د انتظار او جذباتو هغه خوندونه هم له مېنځه وړې دي
XS
SM
MD
LG