د لاسرسي ځای

باړه: د وسله والو په نښتو کې پنځه تنه نور وژل شوي



د خیبر ايجنسۍ سرکاری چارواکی وايي، په لرې پرته سیمه تیرا سندانه کې نن سهار د حکومت پلوه انصارالاسلام او لشکر اسلام وسلوالو ډلو ترمینځ په تازه نښتو کې لږ تر لږه پينځه کسان وژل شوی دي.

بلخوا د جمرود پولیټیکل چارواکو پرون مشال ریډيو ته ویلي تیر ماښام د تیرا په سپوړی سیمه کې په یو کور باندې د مارټر ګولۍ د راپریوتو په نیتجه کې د یوې کورنۍ شپږ کسان وژل شوی دی.

دغه پیښې په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې، په تیرا کې د حکومت پلوه ډلې انصارالاسلام او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ خونړۍ نښتې دوام لري.

بل پلوه د خیبرپولیټیکل چارواکو ویلي چې د امنیتي ځواکونو لخوا د باړې په زیاتره برخو کې کرفیو سخته کړل شوې ده او خلکو ته ویل شوي دي چې له خپلو کورونو نه دې نه راوځي.

په باړه کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځی عملیات روان دي.
XS
SM
MD
LG