د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملالې د کوپړۍ اپرېشن کېږي


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

ملاله یوسفزۍ چې د تیر کال په اکتوبر میاشت طالبانو د جینکو د تعلیم او حقونو غوښتلو په ترڅ کې په سر ویشتلې وه د سر د علاج لپاره د برتانیا په ځانګړي هسپتال کې به یې د کوپړۍ زیانمنې برخې په مصنوعي توګه ورغول کیږي.

ډاکټرانو د ابتدايي علاج نه پس نوموړې د روانې میاشتې په لومړو کې له خپلې کورنۍ سره د څه وخت تیرولو لپاره له هسپتاله فارغه کړې وه.

رپورټ لیکي د چارشنبې په ورځ د ملالې ډاکټرانو وېلي په را روانو لسو ورځو کې به دا بیا هسپتال ته وغواړي چې د هغې د کوپړۍ زیانمنه شوې برخه به په مصنوعي توګه ورته تیاروي. پر ملاله شوې د دغه وژونکي وسله وال برید ټولې دنیا غندنه کړې ده.

رپورټ لیکي د دې پیښې نه پس ملاله په نړیواله توګه د طالبانو د مخالفت یو څلی یا سیمبل وګرځېدله. وسله وال طالبان د ښځو د تعلیم او نورو حقونو ورکولو نه انکار کوي.

دا راز د نړۍ ۲۵۰۰۰۰ خلکو پر هغه درخواست لاس لیکونه کړي چې د ملالې د هلو ځلو په بدل کې دې دا د نوبل پرایز نومې ستر ې جایزې لپاره د هغې د هغې د نومولو غوښتنه کوي.

رویټرز د برتانیا د ډاکټرانو له خولې لیکي، په هغه برید کې د ملالې تندی په ګولۍ لګیدلې خو بیا ګولۍ دهغې کوپړۍ ته د ننوتلو پرځای د کوپړۍ په څنګ کې تر څرمنې لاندې اوږې ته وتلې ده. چې په کې د هغې کوپړۍ او د ژامې رګونه زیانمن شوي دي. او بل یې په کوپړۍ کې د درز راتلو له وجې د کیڼ غوږ د اوریدلو نظام هم خراب شوی دی.

رپورټ لیکي چې د برتانیا دبرمنګهکم ښار /کویین الزبت هسپتال/ کې هم ددې ډول په سلګونو هغه ژوبلو کسانو درملنه شوې چې د عراق او افغانستان په جنګونو کې په سر لګیدلي وو. د دې هسپتال ډایریکټر ډېو روسر وايي، د ملالې د کوپړۍ زیانمنې برخې جوړولو لپاره به خوا اوشاه دوه ګنټې اپریشن کیږي چې پکې به لس ډاکټران او دهغوی مرستیالان برخه اخلي.
XS
SM
MD
LG