د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: د ګوزڼ دوه کارکونکي ووژل شو


په کورمه ایجنسۍ کې یوې بمي چاؤدنې ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکې ورکوونکې ډلې دوه کارکوونکې وژلي دي. چارواکي وایي، چې دغه پیښه نن)زیارت ورځ) د بره کورمې ایجنسی په مالي خیلو سیمه کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې کله د روغتیا څانګې رضاکاران خپل کار ته په موټر سایکل سپاره ول.

د دوی په خبره چې له چاودنې سره سم دواړه کسان ځای پر ځای ووژل شول.

په سیمه کې د ګوزڼ ناروغي ضد کمپین مشر افسر ډاکټر محمد منیب مشال ریډیو ته وویل، چې دواړه کارکونکې ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکولو لپاره روان ول چې چاودنه ورباندې وشوله.

د هغه په خبره زیات ګمان دا کیږي چې پر دوی ماین چاودېدلی دی. د چارواکو په خبره د پیښې په اړه تحقیقات روان دي.
XS
SM
MD
LG