د لاسرسي ځای

د اندړو لپاره طالب ولسوال ووژل شو


د غزني په اندړ ولسوالۍ کې وسلوال طالبان. ۲۰۰۹م کال

د غزني په اندړ ولسوالۍ کې وسلوال طالبان. ۲۰۰۹م کال

افغان چارواکي وايي، تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې په يو کور چاپه ووهل شوه، چې په پايله کې يې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی او دوه نور ملګري يې ژوندي نيولي دي.

چارواکي د طالبانو د وژل شوي ولسوال نوم حاجي ملا ښيي.

د اندړو ولسوال قاسم دېسيوال مشال راډيو ته وويل:((چاپه تېره شپه په اندړو ولسوالۍ کې وهل شوې وه، ګمان کوم بهرنيو سرتېرو به وهلي وي، ځکه موږ ته يې په اړه نه وو، ويل شوي، د چاپي پر وخت د طالبانو او بهرنيانو تر منځ نښته هم شوې ده، چې په کې حاجي ملا ټپي شوی او وروسته يې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده، د ده دوه ملګري، ژوندي نيول شوي، او د هغه مړی په روغتون کې پروت دی))

تر اوسه پورې لا وسله والو طالبانو په اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې هم په اندړو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو طالبانو تر منځ نښته شوې وه، چې په کې د طالبانو يو قومندان ملا غني او څلور نور وسله وال وژل شوي وو.

سید شاه سقیم غزنی

XS
SM
MD
LG