د لاسرسي ځای

غزني: یوه مشکوکه ځانمرګې بریدګره نيول شوې


د غزني اندړو کې د افغانستان د دولت پر ضد جنګېدونکي وسله وال طالبان

د غزني اندړو کې د افغانستان د دولت پر ضد جنګېدونکي وسله وال طالبان



د افغانستان د غزني چارواکي ادعا کوي وايي، چې د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې يې یوه ښځه نيولې ده چې غوښتل يې د اندړو پر ولسوال قاسم دېسيوال ځانمرګی برید وکړي.
دغه ښځه د تېرې پنجشنبې پر ورځ نيول شوې، خو چارواکيو يې تېره شپه له مشال راډيو سره په خبرو کې نيول کېدل ومنل.

چارواکي وايي، نيولې شوې ښځې له ځان سره درې تنه نور نارينه ځانمرګي هم ملګري کړي وو.
د اندړو ولسوال قاسم دېسيوال وايي، چې نيولې شوې ځانمرګې منلې ده، چې په پاکستان کې روزله شوې او بېرته د ده د وژلو لپاره رالېږله شوې ده.

دی وايي، دغه ښځه د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکې ده.

((دغې ښځې، د ولسوالۍ د مقام ساتونکيو ته خپل ځان د کابل اوسېدونکې ورمعرفي کړی وه، خو ده اصلآ د اندړو د خړ کلي اوسېدونکې ده، چې بيا وروسته پوليس ورباندې پوه شوي وو، او نيولې يې وه، دې ملي امنيت ته منلې ده، چې په پاکستان کې (ای ايس ای) روزلې او دلته يې د بريد لپاره رالېږلې ده، له دې سره درې نور ځانمرګي هم وو، دې غوښتل يو وار راشي، ولسوال سهي کړي او بيا له ځانمرګو سره يو ځای راشي، ځان والوزوي، او نورو ملګري يې ډله ييز بريدونه وکړي، خو وار له مخه ونيوله شوه))

دېسيوال زياتوي چې نيولې شوې ځانمرګې دا هم منلې ده چې له وسله والو طالبانو سره يې په ګډه د دولت پر ضد په پينځو جګړو کې هم برخه اخيستې ده.

طالب وسله وال وايي، په غزني کې نيوله شوې ځانمرګې له دوی سره هيڅ تړاوو نه لري.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي، چې د مشال راډيو تر راپور خپرېدو وروسته يې پلټنې کړې او ورته مالومه شوې ده، چې دغه ښځه له دوی سره هيڅ تړاو نه لري.
دی وايي، مونږ دې ته ضرورت نه لرو چې ښځې په خپلو ليکو کې شاملې کړو.

مجاهد تور لګوي چې نيولې شوې ښځې له ولسوال سره نوره راشه درشه درلوده. په غزني کې د دوه زره اتم زېږديز کال په جولای مياشت کې هم امنيتي ځواکونو يوه پاکستانۍ ډاکټر عافيه صديقي له داسې اسنادو سره نيولې وه چې پر امريکايانو د حملې نيت ترې څرګندېده.
XS
SM
MD
LG