د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت پر کام ایېر د لګېدلو تورونو ثبوت غوښتی


د افغانستان د خارجه چارو وزارت په کابل کی د امريکايي سفارت خاني نه د افغانستان تر ټولو لوی نجي هوايي شرکت باندې د امريکايي پوځ لخوا د نشيي توکو د قاچاق د تور لګولو اسناد او ثبوتونه غوښتي دي.

د کام ايېر مشر زمري کامګار دغه تورونه رد کړي، بي بنياده او سپکوونکي یې بللي دي او د ولسمشر حامد کرزي یې د دغه تورونو پر ضد د مبارزي په لړ کي د مرستو غوښتنه کړي ده.

امريکايي ورځپاڼي وال سټريټ ژورنل په خپل یو راپور کې ويلي ول چې امريکايي پوځ کام ایر د خپلو هغو ممکنه ټیکدارانو د فهرست نه ځکه ووېستلو چې ګوندې دوی د اپيمو، چې د هيروینو جوړولو يو بنيادي توکي دي يو لوی مقدار تاجکستان ته قاچاق کړي وو .

د ناټو په مشرۍ کې د اتحادي ځواکونو وياند د دغه راپور پخلي کړی خو د نور تفصيل ورکولو نه يې دده کړې ده. افغانستان د ټولي نړي د ا پيمو ۹۰ فیصدي پيدا کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG