د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران حکومت ۱۲ خبریالان نیولي دي



د راپورونو له مخې ایراني امنیتي ځواکونو د اتوار پر ورځ په تهران کې د پنځو ورځپاڼو په دفترونو د چاپو پرمهال له دولسو زيات خبر يالان ونیول.

د ایران مهر خبري آژانس د راپور له مخې دا خبر يالان له انقلاب ضد رسنیو سره د اړیکو په تور نیول شوي. دا هغه اصطلاح ده چې ایراني چارواکي يې د بهر میشته رسنيو لکه د ريډيو فري يورپ د ايراني د فردا څانګې، امریکا غږ او بي بي سي راډیو ګانو تر څنګ د يو شمير نورو رسنیو لپاره کاروي.

ددغه چاپو په اړه ويل کیږي چې د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې د ولسمشرمحمود احمدي نژاد دبریالیتوب پرضد له مظاهرو وروسته دا لومړی ځل دی چې د رسنیو پرضد دومره لوی عملیات کیږي.

اعتماد، آرمان، شرق او بهار ورځپاڼې او آسمان مجله د هغو پنځو رسنیو له ډلې دي چې د پرونۍ عملیاتو په ترڅ کې یې پر دفترونو برید شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG