د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا : د وسلوالو نښتو کې مړي ۶۴ ته ورسېدل


منګل باغ د لشکر اسلام کمندان
منګل باغ د لشکر اسلام کمندان



فرهاد شینواری مشال راډيو

د خیبر سرکاری چارواکی وايي چې نن سهار د تیرا کوکي خیلو په سیمه کې هم د حکومت پلوه ډلې انصارالاسلام او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ تازه نښتې شوې دی چې په تنیجه کې یې لږ تر لږه لس (۱۰) کسان وژل شوي دي. تازه راپورونه وايي، چې د ښکېلو غاړو ترمینځ نښتې له تیرا میدانه تیرا کوکي خیلو سیمې ته هم وغځېدلې.

د خیبر پولیټیکل او استخباراتي چارواکو په وینا تیره ورځ (اتوار) تر ماښامه پورې د انصارالاسلام او تحریک طالبان تر مینځ په نښتو کې خوا وشا څوارلس (۱۴) کسان وژل شوي دي. او دغه نښتې د تیرې جمعې په ورځ هغه مهال پیل شوې چې کله وسلوالو طالبانو په تیرا کې د انصارالاسلام په کلاوچ، انګورۍ، درې ستانه، بوټان شریف، آدم خیل، خیبر سنګر، او قسمت سنګر مورچو باندې ناڅاپه بریدونه وکړل،او طالبانو ترې ځینې مورچې په خپله ولکه کې اخیستې دي ، او د دغو مورچو د بیرته ترلاسه کولو له پاره انصارالاسلام ډلې ځوابی جګړا پیل کړې.

له تیرې جمعې او خالی ورځې راهسیې په تیرا میدان کې د یادو ډلو ترمینځ په نښتو کې د چارواکو د وینا تر مخې خوا وشا څلویښت کسان(۴۰) وژل شوي ول،او د تیرې ورځې او نن په شمول ورسره دغه شمیره د یوې اندازې مطابق څلور شپیته(۶۴) ته ورسیده.

په دې نښتو کې د دواړو خواو کسانو په ګډون ولسی وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

دغه ډلې په یو بل سپکې او درنې وسلې کاروي چې له امله یې ځینې خلکو دغه سیمه هم پرې اېښې ده.

په سیمه کې د مواصلاتی نظام دنشتوالی له امله زیات کره معلومات نه ترلاسه کیږي.

په تیرا کې د انصارالاسلام ډلې ویاند سادات آپریدی وايي، چې تر دې دمه په دې نښتو کې د دوی پینځه ویشت (۲۵) کسان وژل شوي دي، او اته یې ژوبل دی. نوموړي ادعا وکړه چې دوی هم طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده، تر اتیاو (۸۰) پورته کسان یې وروژلي دي، او یو شمیر مورچې یې هم بیرته ترلاسه کړې دي، او ځینې طالبان یې ژوندي هم نیولي دي.

خو تحریک طالبان پاکستان په خپله د انصارالاسلام د دغو دعوو تصدیق یا تردید نه دی کړی، او نه یې د خپلې خوا د مرګ ژوبلې د شمیرې او نقصان په اړه څه ویلي دي. مشال راډیو هڅه وکړه چې د طالبانو دریځ واخلي خو رابطه و نه شوه.

یاده دې وی چې تیرا میدان د حکومت پلوه ډلې انصارالاسلام تر واک لاندې سیمه ده، چې مشري یې قاضي محبوب الحق کوي، دوی اوس په کې د وسلوالو طالبانو پرضد هم راپورته شوي دي، او تیرا میدان بل چا ولکې ته نه پریږدي.

د انصارالاسلام ډلې ویاند وايي، چې دوی په تیرا میدان کې امن قایم کړی دی، دلته ټول سرکاري او شخصي سکولونه خلاص دي، د شناختی کارډ جوړولو عمل په کې جاري دۍ، انتخابي فهرستونه هم په کې جوړ شول، د پولیو ضد کمپاین هم په کې روان دی، او د پولیو په څاڅکو ورکولو پابندي نه لګوي، بازارونه په کې خلاص دي، او له چارواکو د ترقیاتی کارونو غوښتنه هم کوي.

د تیرا سیمې د خلکو په وینا دلته د حکومت واکمني نشته او یو شمېر وسلوالې ډلې په کې شتون لري چې ځینې ډلې پکې بیا له یو بل سره هم په جنګ اخته دي.

تیرا میدان د باړې بازارنه په خوا وشا ۷۰ کلومیتره فاصله د افغانستان پولې سره لګیدلې سیمه ده چې ځینې پولې یې اورکزو او کرمې ایجنسۍ سره هم لګیدلې دي. دلته د اپریدي قام د بر قمبر خېل، شلوبر، ملک دین خېل، سپاه او ځینې نورې قبیلې اوسي.
XS
SM
MD
LG