د لاسرسي ځای

تیرا: د وسله والو ډلو نښتو کې ۱۴ تنه نور ووژل شو


خیبر: د لشکر اسلام ډلې کمندان منګل باغ یوې غونډې ته وینا کوي

خیبر: د لشکر اسلام ډلې کمندان منګل باغ یوې غونډې ته وینا کوي



د خیبر سرکاري چارواکي وايي چې تیرو ۲۴ ساعتونوکې د خیبر ایجنسۍ په لرې پرته سیمه تیرا میدان کې د حکومت پلوه ډلې انصارلاسلام او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ په تازه نښتو کې خوا وشا ۱۴ کسان وژل شوي دي. دغه نښتې د تیرې جمعېد ورځې راهیسې دوام لري، چې د سیمې ولسي وګړي یې هم له اندیښنو سره مخامخ کړي دي او ځینې کورنۍ ترې په کډه کولو هم مجبوره شوي دي.

یاده دې وي چې حکومت پلوه ډله انصارالاسلام له تیرې اوږدې مودې راهیسې په تیرا کې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد مزاحمت کوي او اوس یې د طالبانو پر ضد هم مزاحمت پیل کړی دی.

بلخوا د باړې پولیټیکل چارواکي وايي چې تیره شپه په اکا خیلو سیمه کې نا څرګنده وسلوالو د خواجه میر په نامه یو سرکاري های سکول په بمونو الوځولی دۍ، خو چا ته په کې ځانې زیان نه دۍ رسیدلی خو ودانی یې راپریوتې ده.

د خیبر سیمې د تعلیم څانګې چارواکي وايي، په خیبر سیمه کې تر اوسه خوا وشا اته شپیته سکولونه په بمونو الوځول شوي دي.
XS
SM
MD
LG