د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کراچۍ کې نوې حلقه بندۍ غواړو"



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ :د سند صوبې سیاسي او مذهبي ګوندونو پښتونخوا ملي عوامي پارټي،جمات اسلامي،مسلیم لیګ ن،جمعیت علما اسلام( ف) او (س) ډلو،سندي قام پرسته ګوندونو ،تحریک انصاف او مسلیم فنګشنل ډلو د سند صوبې د الیکشن کمیشن د دفتر مخې ته له تېرو دریو ورځو راهیسې په احتجاج ناست دي ـ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سند صوبې قایمقام صدر نذیر جان وایي، نن د دوی د احتجاج دریمه او اخري ورځ ده ـ د هغه په خبره دوی په کراچۍ کې کور په کور د ووټونو د لیسټونو د تصدیق کار روان دی خو په دغه لړ کې د سپریم کورټ په احکاماتو عمل نه کیږي اوپوځ او د ایف سي له سرتیرو څخه په کې د سیکورټۍ په سلسله کې کار نه اخیستل کیږي.

((ددې خبرې واضحه ثبوتونه موجود دي، چې په دې ښار کې کور په کور د ووټر لیسټونو د تصدیق عمل د یوې مخصوصې ډلې د کارکونکو لخوا ترسره کیږي ـ هغوی په خپلو دفترونو کې خلک کښېنولي دي او دا عمل په جعلي طریقه پرمخ بیايي ـ دا عمل د سپریم کورټ د فیصلي په ضد روان دی ـ موږ ددې عمل په ضد احتجاجي تحریک شورو کړی دی ،دا تحریک به نور هم جاري وي )

احتجاج کونکو ته په وینا کې د جماعت اسلامي د کراچۍ ډویژن مشر امیرحسین محنتي وویل، چې سپریم کورټ د دوی د ګوند لخوا د دایر شوي کیس په فیصله کې ویلي و چې په کراچۍ کې دې له نوې سره حلقه بندۍ وشي او د ووټونو د لیسټونو کار دې د پوځ په نګرانۍ کې وشي خو د الیکشن کمیشن لخوا تراوسه داسې هیڅ نه دي شوي.


((امیر حسین محنتي وایي موږ په دې خبره خواشیني یو چې د ټاکنو د اوسني کمیشن مشر پخپله قاضي او د سند صوبې ګورنر هم پاته شوی دی او هغه ته د کراچۍ ښار په اړه ډېر مالومات دي ـ د کره او سوتره ټاکنو لپاره ضروري ده چې د ټاکنو کمیشن په لمړي سر کې د کراچۍ په اړه د سترې محکمې لخوا ورکړل شوي احکامات عملي کړي ))

احتجاجي ناسته کې د پورته یادو شویو ګوندونو ترڅنګ د ۱۵ سیاسي او مذهبي ګوندونو غړي او مشران ګډون لري ـ مظاهرینو په لاسونو کې بینرې نیولي ، چې پرې د کور په کور د ووټونو د لیسټونو د تصدیق د کره والي په لړ کې له پوځه د کار اخیستنې او په کراچۍ کې د نوو حلقو د جوړولو په حق کې نارې لیک وې ـ


یاده دې وي څو ورځې مخکې د ټاکنو د کمیشن مشر فخرالدین جي ابراهیم په کراچۍ کې خبري غونډې ته ویلي و چې په کراچۍ د راتلونکو ټاکنو نه مخکې له نوې سره حلقه بندۍ نه شي کولای ـ

نوموړي دا هم ویلي ول، چې پوځي سرتیري کور په کور د ووټونو د تصدیق د کار لپاره ګمارل شوي دي خو اوس له دوی څخه کار نه اخلي او د ضرورت په وخت کې به د دوی څخه کار اخیستل کیږي ـ

هیره دې نه وي چې اوس مهال د کراچۍ ښار په بیلا بیلو برخو کې کور په کور د ووټونو لیسټونو د تصدیق کار روان دی ـ دغه عمل د تعلیم د محکمې کارکونکو لخوا پرمخ بیول کیږي ، او په ځینو ځایونو کې پولیس دوی ته تحفظ ورکوي ـ د زیارت په ورځ د ووټونو د تصدیق په کار مامور دوه پولیس سرتیري د نامالومه کسانو په ډزو د ښار د کورنګۍ په سېمه وژل شوي و ـ

XS
SM
MD
LG