د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د موسیقۍ مینه وال مخ په زیاتیدو دي


احمد سرمست
احمد سرمست

د هارون باچا ژباړه


د سټارز اينډ سټرايپ امريکايي خبري ويب پاڼې په يوه مقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې وسله والو په دې وروستيو کې د کابل ښار په مرکزي برخه بريد وکړ او په ترڅ کې يې د افغان حکومت او غربيانو ګڼ شمېر دفترونه وتړل شول، يوازې د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټېټيوټ زده کوونکي وو چې د نړۍ د وتليو موسيقارانو په سندرو يې مشق کولو ته دوام ورکړی و.


په مقاله کې د موسيقۍ د زده کړو د ياد مرکز د مشر احمد سرمست خبرې راخيستل شوي چې وايي، ولې موږ موسيقي کول بند کړو او د طالبانو خبره ومنو ؟ نوموړي، چې دغه څرګندونې يې پر کابل د طالب وسله والو له حملې يوه ورځ وروسته کولې، زياته کړې، زه چې کله پرون راغلم نو ډېر حيران شوم چې په سکول کې مې ۱۳۷ زده کوونکي وليدل. په دوی کې د ښار د هرې برخې زده کوونکي وو. دا له تشدده د انکار کولو يوه ډېره ښه وسيله ده.

په مقاله کې ويل شوي، ځوانان افغانان په اونۍ کې شپږ ورځې دغه مرکز ته ځي او غربي او سيمه ييزه موسيقي زده کوي. ټآکل شوې د دغه سکول ۵۰ تنه زده کوونکي راتلونکې مياشت امريکا ته لاړ شي او د دغه هېواد په مشهورو سالونونو کې د خپل فن مظاهره وکړي.

د کابل د موسيقۍ په دغه سکول کې زياتره استادان بهرنيان دي، چې ورڅخه يو د پام وړ شمېر يې امريکايان دي. د سکول زده کوونکي، چې شمېر يې دا مهال ۱۴۰ تنو ته رسيږي، نيمايي برخه يې يا خو يتيمان دي او يا هم هغه بې وزله ماشومان، چې پر لارو کوڅو کې به يې د ماشومانو د لوبو شيان او ژاولې خرڅولې.

د کابل ښار د موسيقۍ په دغه سکول کې وړيا زده کړې ورکول کېږي او د غريبو ماشومانو له کورنيو سره، د دې لپاره چې خپل ماشومان مزدوريو ته وا نه چوي، يو څه مالي مرسته هم کولی شي.

احمد سرمست، چې غواړي لا ډېر ماشومان خپل سکول ته جذب کړي، وايي چې د افغانستان په څېر د جګړه ځپلي هېواد خلک د خپل غمونو او رنځونو د لرې کولو لپاره تر بل هر څه زيات موسيقۍ ته اړتيا لري.

نوموړی هيله مند دی چې د افغانانو د موسيقۍ ملي انسټيټيوټ نه يوازې دا چې د هېواد د موسيقۍ هنر پر مخ بوځي بلکې په ترڅ کې به يې د خلکو د يوه جمهوري راتلونکي په جوړولو کې هم خورا زياته مرسته وشي.

په کابل کې د موسيقۍ د مرکز زده کوونکي هم هيله مند دي چې يوه ورځ به مسلکي سازنده ګان ترې جوړ وي. د ويب پاڼې د ليکنې له مخې، دا بيله خبره ده چې د موسيقۍ د زده کوونکو دغه ارمان به په افغانستان کې پوره شي او که نه، خو يوه خبره جوته ده او هغه دا چې دوی دغسې کېدلو ته خوشبينه دي.
XS
SM
MD
LG