د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیل ډیل ته د سکاټ لینډ حکومت معتبره جایزه ورکړه


خلیل ډیل
خلیل ډیل

دفرخنده وزیر ژباړه

سکاټسمین ډاټ کام په خپل یو راپور کې لیکي، خلیل ډیل چې د بلوچستان په کوټه ښار کې تیر کال ووژل شو، غوښتل یې په دغه هیواد کې د خلکو سره مرستې وکړي. هغه ته د بشري حقونو لپاره د کار کولو په لړ کې د سکاټلینډ یوه جایزه ورکړل شوه، او د هغه د کار ستاینه وشوه.

دخلیل ډیل، دغه ایوارډ د سکاټ لینډ د بهرنیو چارو وزیر څخه ، د هغه ورور په یو پروګرام کې ترلاسه کړ، په دغه دوران د ډیل ورور این وویل، دی په خپل ورور ډیر ویاړ کوي، چې په دومره سختو حالاتو کې یي خپل کار نه وو ودرولی، او زیاته یي کړه، خلیل د خپل ملک سره ډیره مینه لرله، که چیرې ژوندی وو، نو ډیر به خوشاله وو، چې د انساني خدمت لپاره د رابرټ برنز ایوارډ ورته ورکړل شو.

د ویب پاڼې ترمخه د سکاټ لینډ دغه جایزه هغه چاته ورکول کیږي، چې په ټولنه کې یي د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره کار کړی وي، او خلیل ډیل هم داسې یو کس و، چې د نړۍ په خطرناکه هیوادونو کې یې د خلکو سره مرستې کول غوښتل.

د ایونټ سکاټلینډ ادارې یو مشر پال بش وایي، د خلیل کیسه ډیره په زړه پورې ده، او هغه د دغې جایزې د ګټلو پوره حق لرلو، هغه د ځان لپاره هیڅ نه وو کړي، او باید دوی ټول د هغه د ژوند، کار ، او مقصد نه ذدکړه وکړي.

د برتانیي د سور سلیب شپیته کلن کارکونکي خلیل ډیل هغه چا ته په بلوچستان کې صحي سهولتونه ورکول، چې د بدامنۍ په پیښو کې ژوبل شوي وو. هغه د تیر کال په جنورۍ کې په کوټه کې د کار نه کور ته روان وو، چې په لاره کې نامالومه وسلوالو وتښتاوه، او په تیر اپریل کې ووژل شو.

ډیل په لندن کې تعلیم حاصل کړی و، او د مسلمانیدو وروسته یي خپل نوم سره دخلیل اضافه وکړه. په ۱۹۸۱ کې یي په سور سلیب کې کار شورو کړ، او کینیا ته لاړو. هغه په افغانستان، عراق، ایتوپیا، او سوډان کې هم کار کړی و. اکثره به یي د خپل کار په اړه ویل چې په صومالیه کې د هغه لپاره کار تر ټولو ګران و، ځکه چې هلته څه هم کیدای شو، خو ډیل ته دا پته نه وه، چې دی به په پاکستان کې وژل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG