د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپاکستاني میرمنو د کرکټ ټیم هند ته لاړ



د روانې میاشتې په ۱۳ مه نیټه هندوستان کې پیلیدونکي د ښځو د کرکټ لسم نړیوال جام په سیالو کې د برخې لپاره د پاکستان لوبډله بیګاه د ثنا میر په مشرۍ کې د لاهور نه هندوستان ته تلې ده.

د لوبډلې مشرې ثنا میر ویلي ددوي لوبډلې محنت کړې دی او ښه لوبه به کوي. دې زیاته کړې د جینکو د حفاظت ذمه واري د ايي سي سي او د هند د کرکټ د بورډ ده.

نومو ړې زیاتوي :

(( طبعي خبره ده چې لږ یا ډیر فشار به خامخا پر موږ وي، خو هڅه به مو وي چې ټوله پاملرنه مو کرکټ ته وکړو، ټورنمنټ کې برخه اخیستونکي ټیمونه پیاوړي دي، خو داسې نه ده چې ګیني موږ له دوی نه لوبه نه شو ګټلی . ))

د پاکستان د کرکټ د بوبډلې منیجره عایشه اشر وايي له خپلو وطنوالو نه هیله لري چې د خپلې لوبډلې د بریا لپاره دعا وکړي.

په پاکستان کې د کرکټ مینه وال وايي د نورو هیوادونو د ښځینه کرکټ لوبډلې د پاکستاني لوبډلې نه تکړه معلومیږي او هغوی د سړو په څیر لوبه کوي، خو د پاکستان د کرکټ ښځینه لوبډله بیا د هغې کچې نه ده. خو دوی هیله من دي چې دغه لوبډله به څه نا څه بریاوو سره بیرته هیواد ته ستنه شي.

په هندوستان کې د ښځو د کرکټ لسم ټورنمنټ د جنورۍ په یو دیرشمه نیټه پیلیږي او د فرورۍ د میاشتې تر اولسمې نیټې به دوام وکړي، په دې تورنمنټ کې د هند او پاکستان په ګډون اته لوبډلې برخه اخلي، په نورو هیوادونو کې اسټریلیا، نوی زیلانډ ، جنوبي افریقا ، برطانیه ، سري لانکا او ویسټ انډیز ( لویدیځ ټاپوګان ) شامل دي.

XS
SM
MD
LG