د لاسرسي ځای

تازه خبر

"بشیر بلور د پښتو په رنګ پوره وو"


غلام غوث

پېښور: د خالي پر ورځ د پېښور په نښتر هال کې د وسله والو طالبانو په ځانمرګي برید کې د وژل شوي وزیر بشیر احمد بلور څلوېښتمه ولمانځل شوه.


په دې لویه غونډه کې حکومتي چارواکو او د عوامي نیشنل ګوند مشرانو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې جاري ساتلو او په پاکستان کې د ولسواکۍ یا جمهوریت په دوام ټینګار وکړ.

دې غونډې ته د وینا پر وخت د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وویل، دوی به هیڅ کله د ترهګرۍ پر وړاندې له مبارزې په شا نه شي:

((موږ نن دا خبره په ډاګه کوو چې ترهګرو که هر څومره ظلم وکړ، که هر څومره زموږ بچي یې شهیدان کړل، هر څومره زموږ بازارونه یې بې رونقه کړل، زموږ خویندې او میندې یې شهیدانې کړې؛ څوک به دا وايي چې موږ به و وېرېږو. د باچا خان سپاهیان د وېرې پر ورځ نه دي پیدا، او موږ غریبان خو خیر دی خو له بشیر بلور سره د څه کمی وو؟ له بشیر بلور سره د پیسو کمی وو؟ له هغه سره د شهرت کمی وو؟ له هغه سره د طاقت کمی وو؟ هیڅ کمی ورسره نه وو، خو د پښتو په رنګ پوره وو، په خپله خاوره یې سر ورکو او د دې خاورې له پاره یې ځان شهید کړ.))

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر سینېټر افراسیاب خټک هم د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په روانې ساتلو ټینګار وکړ:

((په دې تېرو څلوېښتو ورځو کې دښمنانو ولیدل چې د پاکستان په ګوټ، ګوټ کې، په هره یوه بانډه او ښار کې خلکو ختمونه او دوعاګانې وکړې، او بشیر بلور یې یاد کړ او دا یې ثابته کړه چې د دښمنانو کوم مقصد وو، هغه ناکامه دی. تر هغې به موږ خپله مبارزه جاري ساتو چې زموږ له وطنه ترهګري او نا امني نه وي ختمه کړل شوې.))


د صوبې د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وویل، د جمهوریت پر ضد د روانو سازشونو مقابله به هم کوي.

ده زیاته کړه چې ځینې خلک په دې اند دي چې ټولټاکنې به وځنډول شي، خو دا ریښتیا نه ده او په هیڅ صورت به د ټاکنو ځنډول و نه مني.

څه د پاسه یوه میاشت مخکې د پښتونخوا حکومت سینییر وزیر بشیر احمد بلور هغه وخت د وسله والو طالبانو تر ځانمرګي برید لاندې راغی چې دی د عوامي نیشنل ګوند له یوې غونډې کور ته روان شوی وو.

بلور تر حملې وروسته د پېښور له قصه خوانۍ بازاره روغتون ته ورسول شو خو دی مړ شو.
XS
SM
MD
LG