د لاسرسي ځای

هند مایوسه دی چې امریکا ولې هیډلې ته ۳۵ کاله بند ورکړ


هند پر امريکا کې د ۲۰۰۸ کال ممبي ترهګريز بريدونو کې لاس لرلو پر تور يو امريکايي ته د ۳۵ کالو د بند سزا پر اورولو مايوسي ښکاره کړي.
د هند د کورونو چارو مشر وزير راج کمار سنګ پرون وويل چې د ممبی ښار بريدونو سازش کې شامل ټولو کسانو ته دي د مرګ سزا ورکړل شي ځکه چې عام خلک يې وژلي دي.
د هند د بهرنو چارو وزير سلمان خورشيد وايي ډيويډ هيډلي د ۳۵ کالو د قيد نه د زياتي سزا حقدار دي، نوموړي په دي خبره تينګار وکړو چې ۵۲ کلن پاکستانې نژاد امريکايي هيډلي باندي هند کې مقدمي چلولو لپاره به پر امريکا فشار راوړي.
ډيويډ هيډلې په ۲۰۱۰ کال کې د ممبي ښار بريدونه پلان جوړولو جرم منلي وو. د هند پر لوی اقتصادي مرکز ممبي کې د ۲۰۰۸ کال نومبر مياشت بريدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG