ایران د جنورۍ له میاشتې څخه فبرورۍ ته د دي هیواد د اټومې پروګرام په اړه د خبرو د ځنډیدو پړه، د نړۍ په شپږو طاقتونو اچولې ده. مخکې توافق شوې و چې دا خبرې به د جنورۍ په میاشت کې کیږي.
د ایران خبري رسنۍ وایي، د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د څانګې مرستیال هیلګا شمید ایران ته ویلي چې د نړۍ شپږ طاقتونه د جنورۍ میاشت کې خبرو ته چمتو ندي.
د ایران خبری رسنۍ دغه راز وایي، د ایران د اټومې پروګرام د مرکچې مرستیال علي باقري مقابل لورې ته ویلې، د جنورۍ میاشت کې په خبرو سلا شوې وه او دوي باید چې دغې نیټې ته ژمن پاته شي.
د اروپایي اتحادیي چارواکې وایي، ایران د خبرو د نیټې او ځاي ټاکلو څخه ځان تیروي.
اروپایي اتحادیه د امریکا د متحده ایالاتو، چین، روسیې ، انګلستان، فرانسې او جرمنې له لورې له ایران سره د خبرو منځګړتوب کوي.