د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له بې انصافۍ کار اخیستی، مکر جي


ژباړه: فرخنده وزیر
سرچینه: خلیج ټایمز

د هند ولسمشر پرناب د خپل هیواد په د جمهوریت پر ورځ، ولس ته په خپله وینا کې وویل، دوی غواړی د ګاونډي هیوادونو سره په سرحدي سیمو امن خوندي وساتي.


ورځپاڼه خلیج ټایمز لیکې، د هندوستان ولسمشر پرناب مکرجي د هند په ۶۴مې جمهوري ورځ قام ته په خپله وینا کې وویل، باید پاکستان د د دوی له دوستۍ غلطه ګټه وا نه خلي. هند هر کال د جنورۍ پر ۲۶ مه جمهوري ورځ لمانځي.

پرناب مکر جي وویل، د جمو او کشمیر په لانجمنو سیمو کې د پاکستان پوځ له بې انصافۍ کار اخیستی، او په دې وروستیو کې یې د دوو هندي عسکرو وژل کېدل هم وغندل.

په خپله دغه وینا کې ولسمشر پرناب وویل، د ګاونډیانو تر منځ مسلې راځي، په یو شمېر خبرو اختلافات هم کېدای شي، خو د غیر ریاستي ډلو له اړخه ترهګري خپرول د دوی د ټول قام له پاره د اندېښنې وړ خبره ده.

پرناب مکر جي، د تېر کال په جولای کې د هند ولسمشر وټاکل شو. د هند په د جمهوریت پر ورځ یې قام ته په خپله وینا کې وویل، دوی په سرحدي علاقو کې په امن یقین لري، او په دې لړ کې د دوستۍ لاس وړاندې کوي.

د هند ولسمشر په خپله وینا کې دا هم وویل، د دسمبر پر ۱۶مه په نوي ډلې کې له یوې نجلۍ سره د ډله ییز جنسي تېري خلاف ټول ولس را پاڅېده، او دا د یوه نوي هندوستان د مهذبه ټولنې علامات دي، چې څنګه دوی په خپله ټولنه کې د داسې زیاتو خلاف راپاڅي.

ولسمشر وویل، له دې نجلۍ سره د تېري او د هغې مرګ دوی ټول دردولي دي. دوی نه یوازې هغه وبایلله، بلکې یو خوب یي هم وبایله.

ولسمشر وویل، دوی به دا خبره یقینې کوي، چې په دې هیواد کې د ښځو سره هیڅ زیاتی ونشي.

پرناب مکرجې وویل، د یوې ښځې حیثیت د دوی په ټولنه کې ډېر لوړ دی، چې دغه د دوی تهذیب هم ښيي، او وړاندې یې وویل، یوه مور دوی د ټولو بدو کارونو نه ساتي، هغه د خوشالۍ او امن نښه ده.

پرناب مکر جې وویل، د هند ځوانان داسې فکر کوی، چې په ټولنه کې درغلي زیاته شوې ده، واکمن هر څه کولی شي، حتا چې د یو غریب جایز حق هم خوړلای شي.

ده زیاته کړه، دوی ټول به دا هر څه سموي، او باید د قام منتخب غړي د ولس زړونه وګټي، د هغوي مسلې هوارې کړي، او په هندوستان کې د یوې نوې ټولنې د جوړولو له پاره کار پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG