د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو سولې خبرو اېجنډا پاکستان ټاکي؟


ژباړه: اسرار عالم مومند
سرچینه: ډېلي بیسټ

په ډېلي بيسټ نومي ورځپاڼه کې خپرې شوې يوه مقاله کې راغلي دي طالبانو تل يوه اېجنډا ده او هغه دا ده چې د پاکستان او افغانستان جېلونو او له امريکايي زندان ګوانتانامو څخه ژر تر ژره خپل ملګري طالبان خوشي کړي.


طالبان دا فکر کوي چې څومره ډېر د دوی مهم ملګري له جيلونو څخه خوشې کېږي نو دوی ورسره هومره د جنګ په ډګر کې پیاوړي کېږي او تر دې وروسته بيا د سولې په لړ کې جدي خبرې کېدای شي.

په مقاله کې راغلي، له پاکستانه زيات په دی خبره څوک نه پوهېږي، ځکه چې دا هېواد په افغانستان کې د جګړې پای ته په رسولو کې خپل رول لوبول پېل کړي دي.

پاکستان غواړي چې د خپلو غربي پولو خوندي کولو په ګډون، په افغانستان کې نورې يو شمېر امنيتي ګټې خوندي کړي. او په دی لړ کې پاکستان په تېرو مياشتو کې په لسګونه طالب قیديان خوشې کړي دي چې ورسره د سولې کمزوری خبرې بيا ژوندۍ شوي دي.

د پاکستان تر شا زياتره محرکات د خود غرضۍ دي ځکه چې امريکا له طالبانو سره د خبرو په عمل کې پاکستان له پامه غورځولی وو نو اوس اسلام اباد غواړي چې خپل زوړ پوزيشن بيا تر لاسه کړي.

خو پاکستان په دی هم پوهېږي چې په قطر کې د امريکا اوطالبانو ترمنځ شا و خوا دوه کالنۍ زړې خبرې اترې ودرولای شي.

همدا شان، پاکستان ته مالومه وه چې د امريکا او طالبانو ترمنځ به مذاکرات ناکامه کېږي نو په سمدستي ډول يې يو شمېر طالب مشرانو ته پاکستاني پاسپورټونه جاري کړل چې په دې ډول په قطر کې کېدونکو خبرو کې برخه واخلي.

ورځپاڼه کاږي، همداسې وشو کله چې د ۲۰۱۲م کال د مارچ په مياشت کې د طالبانو يو پلاوی، چې د خپل مشر ملا محمد عمر له خوا ورته هدايات نه ول ورکړل شوي، په قطر کې د مذاکراتو پر وخت خاموشه وو.

د طالبانو يو سياسي مشر زبيح الله وايي، په قطر کې د مذاکراتو پر وخت د دوی ذهن خالي وو او هيڅ قسمه مناسب پلان یې هم نه وو. او دا چې دوی بغير له تيارۍ قطر ته لاړل او ټوله پاکستانۍ اېجنډا وه او دوی يو جعلي رول ادا کړ.

مقاله ليکونکي وايي، پاکستان په طالبانو يو شمېرحربې استعمالولای شي چې دارنګ دوي په خپل کنټرول کې وساتي.

نه يوازې دا چې پاکستان طالب قومندانانو او د هغوي کورنیو ته استوګنځایونه ورکوي بلکې د ملا عمر د مرستيال په ګډون يو شمېر مهم طالب مشران يې هم قېد کې ساتلي دي.

په مقاله کې راغلي دي که چېرې له طالبانو سره د سولې خبری پیل نه شوې نو پاکستان به په خپه نه وي ځکه چې پاکستان خپل ګاونډی هېواد افغانستان کمزوري او بې ثباته ليدل غواړي.

په افغانستان کې يو قامي اېتلافي حکومت د اسلام اباد له پاره د خپګان سبب ګرځېدای شي. ځکه چې افغانستان له پاکستان سره د ډيورنډ پوله کله هم په رسمي توګه نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG