د لاسرسي ځای

ظفر کریمي

کراچۍ - لنډې ورځې او اوږدې شپې که یوې خوا ته د یخ او کړنګ ژمي څرګندوی دی نو بلې خوا د شپو او ورځو دغه توپیر د ماهي ګیرو په کار او ژوند اغیز کوي.


د کراچۍ د کبانو په بندر فشریز کې په سفینه پټان نومې کشتۍ کې ناست فدا محمد وایي دوي نور کله سهر وختي د کبانو په ښکار پسې وځي او ماښام واپس وچې ته راځي خو په ژمي کې ورځې لنډې وي نو ځکه دوي نیمه شپه په د کبانو په ښکار پسې له وچې روانیږي . هغه زیاتوي په ژمي کې د سمندر اوبه یخې وي نو ځکه خو کبان هم د سمندر غاړي ته نه راځي او دوي مجبور وي د کبانو نیولو پسې لېرې او ژور سمندر ته لاړ شي .

((د اپریل په میاشت کې د سمندر اوبه ګرمیدل [پیلېږي] او چې اوبه تودې شي نو بیا کبان د سمندر غاړو کې واقع ځنګلونو په طرف راځي . او ماهي ګیرو ته خپل ښکار نزدې میلاویږي . په ژمي کې اوبه یخې وي. کبان له غاړو څخه د سمندر منځ او ژورو اوبو ته ځي ، نو ځکه د هغې پسې تلل ډېر وخت او ډېرې خوارۍ ته اړتیا لري.))

ماهي ګیر وایي، په ژمي کې د سمندر په منځ کې د وچې په نسبت یخني ډیره وي ، ددوي جامي زیاتره وخت لمدې وي او د سمندر په منځ کې چلیدونکې یخې هواګانې د دوی کار لا د ستونزو څخه ډکوي
د سند صوبې د ماهي ګیري د چارو د وزارت له مخې د کراچۍ په سمندر کې نزدې شل زره لانچونه او کشتۍ د کبانو ښکار کوي . ماهي ګیر وایي په دغو لانچونو او کشتیو کې د ملاکنډ،ضلع دیر او باجوړ ایجنسۍ په لاکونو کب ګیر کار کوي.

(( په دې کار کې پښتانه ډير دي . داسې ځوانان هم پکې شته چې چا ایم ای کړیدی ،بی ای او بي ایس سي یې هم کړې ده . میټرک پاس خو د پنځه اویا فیصده نه زیات دي . د سمندر مزدورۍ ته هغه خلک راځي چې بل ځایې ورته کار نه پیدا کیږي . دا ډېر د محنت کار دی ))

فدا محمد وایي، که څه هم په ژمي کې یخني ډیره وي او ددوي کار ډېر ستوزمن وي خو په ژمي یوې خوا ته په سمندر کې کبان زیات وي او بلې خوا ته په ژمي کې خلک کبان خوړل زیات خوښوي نو ځکه په یخني کې ددوي د کبانو د خرڅ بازار تود وي.

((په ژمي کې کبان زیات وي . سپین کبان [پاپلیټ] د زر نه واخله تر ۱۲۰۰ پورې في کیلو خرڅیږي . جېنګې زیاتره یورپي ملکونو ته ځي . هغه هم اوس په ۸۰۰ روپۍ کیلو خرڅیږي.))

ماهي ګیر وایي، ژمی وي که اوړې دوي ژور دریاب ته ځي، د سمندر سینه څیروي او په دې توګه خپل ځان او بچو له دوه وخته ډوډۍ برابروي.
XS
SM
MD
LG