د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې ځانمرګې حمله، دوه وژل شوي، ۱۳ ژوبل


سید شاه سقیم

غزني - د افغانستان په غزني ولایت کې یو ځانمرګی برید شوی دی.

ځانمرګی بريد نن غرمه د غزني ښار په کلاه سبز سيمه کې د پوليسو يو موټر ته څېرمه شوی چې په کې دوه تنه وژل شوي او ديارلس نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، په مړو شويو او ټپي شويو کسانو کې عام وګړي هم شامل دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، چې په پېښه کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

دی وايي، وژل شوي کسان يو پوليس او يو عام وګړی دی.

((ځانمرګی بريد د غزني په کلا سبز سيمه کې د پوليسو يو پوستې ته څېرمه شوې دی، د بريد پر مهال د پېښې له ځای څخه د پوليسو يو رېنجر موټر هم تېرېده چې په سايکل سپاره ځانمرګی ورباندې ځان چوولی دی، په پېښه کې يو تن پوليس او يو عام وګړی وژل شوي او درې تنه نور ژوبل دي. چې د ځينو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.))

خو د غزني د ملکي روغتون رييس باز محمد همت بيا وايي، چې د پېښې له ځای څخه دوی ته دوه جسدونه او ديارلس تنه ټپيان ور وړل شوي دی.

دی وايي، په ټپيانو کې درې پوليس، دوه ماشومان او يوه ښځه هم شامل دي.

((تر اوسه پورې موږ ته دوه جسدونه او ۱۳ تنه ټپيان راوړل شوي دي، په ټپيان کې درې پوليس، دوه ماشومان او يوه ښځه هم شامل دي، په ټپيانو کې د څو تنو حالت نازک دی))

تر اوسه پورې د پېښې مسوليت کومې ډلې نه دی منلی.

په تېرو څو مياشتو کې په غزني ځانمرګی بريدونه نه دي شوي، خو په دغه ولايت کې زيات وخت وسله وال هدفي وژني او بمي چادونې کوي.
XS
SM
MD
LG