د لاسرسي ځای

احمد عبدالله صالح الخزماري الظهراني نړیوال ترهګر


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت (احمد عبدالله صالح الخزماري الظهراني) د نړیوال ترهګر په توګه نومولی دی.

دا کس د (ابو مریم الظهراني) په نامه مشهور دی، او د القاعده وسله والې شبکې یو لوړپوړی غړی دی. ابو مریم الظهراني سعودي وګړی دی. دی د ترهګرۍ په فعالیتوو کې د لاس درلودلو په تور کې د دې هیواد د مطلوبه کسانو په مهم لېسټ کې شامل دی.

دا کس د القاعده د غړیتوب او په ترهګرۍ کې د ښکېلتیا له کبله د جرمونو پر ضد د نړیوالو پولیسو له دوو خبرداریو سره هم مخامخ دی. د سعودي عرب یوې ورځپاڼې په ۲۰۰۹ز کال کې پر (ابو مریم الظهراني) نیوکې کړې وې او هغه یې د القاعده شبکې د ترهګرو د نوي نسل برخه بللی وو. ابو مریم الظهراني تر ۲۰۰۷ز کال مخکې، افغانستان او پاکستان ته تللی وو او هلته له القاعده سره یو ځای شوی وو. دی د دې وسله والې شبکې له لوړپوړو چارواکو سره نېږدې اړیکي لري.
XS
SM
MD
LG