د لاسرسي ځای



مشال ېډيو سره خبرو کې د قانون او انصاف دپاره د قائمه کمېټۍ غړې او پېپلز ګوند سره تعلق لرونکې مېرمن فخر النسا وينا وه چې د ډېرې مودې راهسې د اقليتونو دا غوښتنه وه چې د دوی له پاره دې په قامي او صوبایي اسمبلو کې چوکۍ زياتې کړل شي ځکه چې د وخت سره سره د دوی شميره کې هم زياتوالی راغلی دی.

د دې په خبره دوی په قامي اسمبلۍ کې خپل رپورټ جمع کړی دی او قامي اسمبلۍ هم منظوري ورکړې چې د اقليتونو له پاره دې چوکۍ زياتې کړل شي. دا زیاتوي چې حتمي فیصله به قامي اسمبلۍ کويو ځکه چې په آیین کې بدلون راوړل دي.

اسمبلو کې د سېټونو يا چوکو زياتولو د طريقۀ کار په اړه چې کله مشال رېډيو د قانوني او آئيني چارو له کار پوه بېرسټر باچا نه تپوس وکړو نو هغه وویل چې د دې له پاره به په آئين کې بدلون کېږي. او دا بدلون يواځې په دريو کې د دوه کسانو په تناسب سره ممکن وي .

بلخوا په قامي اسمبلۍ کې د رپورټ په وړاندې کولو اقليتونو د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده او وایي، چې په دې سره به د دوی مسلې په آسانه حل کېدو کې مرسته تر لاسه شي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د مردان چرچ سېکرېټري امانت مسيح وايي، چې دا وخت مردان، صوابۍ، نوښار او چارسده ضلعو کې د دوی استازي نشته نو ځکه ډيره ګرانه وي چې دوی خپله خبره د اسمبلۍ فلور ته ورسوي.

د ده غوښتنه وه چې کم از کم په دوه ضلعو دې دوی ته يو د صوبايي اسمبلۍ او په څلورو دې ورته يو د قامي اسمبلۍ سېټ ورکړي.

د ذکر وړ ده چې داوخت په قامي اسمبلۍ کې اقليتونه لس سېټونه لري او دغه رنګ خېبرپښتونخوا او بلوچستان اسمبلۍ کې درې درې، سند کې نهه او پنجاب اسمبلۍ کې اته سېټونه لري. د تجويز کړل شویو يوولس سیټونو اضافې سره به دا شميره د ۳۳ نه ۴۴ ته ورسي.

رياض موسه خېل
مشال رېډيو اسلام آباد
XS
SM
MD
LG