د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاپېسیا: ځانمرګي برید ۵ تنه ووژل ۳۰ ژوبل


د افغانستان په کاپیسا کې یوه ځانمرګې حمله شوې ده چې په کې پینځه کسان وژل شوي او ۳۰ ژوبل دي. د تګاب ولسوال عبدالقدوس ساپي په خبره، دا پېښه نن سهار شا و خوا اووه بجې په بازار کې شوې ده.

پولیس وايي، د ځانمرګي برید هدف د امریکايي سرتېرو سامان وړونکی کاروان وو چې له بازاره تېرېده. دوی وايي، خو د کاروان پر ځای ځانوژونکي یو کور په نښه کړ چې له کبله یې د کور دېوالونه وران شول او په کې مېشت کسان ووژل شول.

په افغانستان کې د نړیوال سوله ساتي ځواک یوه ویاند ویلي، په حمله کې د دوی سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. وسله والو طالبانو د پېښې پړه منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG