د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه وژل شوي




د شمالی وزېرستان پر بنو مېرانشاه سړک د نورک سېمه کې د چارشنبې ورځ یو مړی موندل شوی چې په ګولو وېشتل شوي دي، د شمالی وزیرستان ځايي چارواکو مشال رېډیو ته ویلي دي، دغه تن د لکي مروت اوسېدونکی دی چې د ډرون برېدونو لپاره د جاسوسۍ په تور وژل شوی دې.

بلخوا ځايي چارواکي او آزادې سرچېنې وايي، پرون (چارشنبې ورځ) د جنوبی وزېرستان واڼه سره نزدې د افغانستان یو اوسېدونکی هم د ناڅرګنده وسلوالو لخوا په ډزو وېشتل شوی او مړې يي غورځول شوي وو.
چارواکې زیاتوي له مړي سره لیک هم غورځول شوي وو، چې په کې لیکل شوي دي چې دا تن د ملا نذیر په ګډون د ۵ مهمو وسله والو طالبانو په ډرون برېد کې د وژنې لپاره په جاسوسۍ تورن دې. دغه بریدد راواني مېاشتي په درېمه نیټه تر سره شوی وو.

د ېادوني وړ ده چې تر دې دمه په شمالی او جنوبي وزېرستان کې ګڼ خلک د ډرون برېدونو لپاره د جاسوسۍ په تور وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG