د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر فلسطیني خاوره آبادي مه کوی"




فلسطینیان وايي هغه زمکې چې دوی یې د خپل مستقبل ریاست کې شاملول غواړي که پر هغو اسراییلیان د کورونو جوړولو او آبادۍ کولو منصوبې جاري وساتي نو دوی سره به د جرمونو نړیوال عدالت ته د تللو نه علاوه بله لاره نه وي.

د فلسطیني ادارې د بهرنو چارو وزیر رایض ملکي ویلي دحکومت دا فیصله به په دې منحصره وي چې اسراییل د بیت المقدس ختیځ په خوا اوشا سیمو کې د کورونو جوړولو منصوبه عملي کوي او که نه.

فلسطینیان وروسته له هغې چې د تیر کال په نومبر کې یې د ملګرو ملتونو په عمومي شورا کې حثیت جګ کړل شو، اوس د جرمونو نړیوال عدالت کې د شامیلیدلو اهل ګرځیدلي دي.

ملکي د منځني ختیځ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوینا کوله.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سوسان رایس د فلسطیني پلاوي د لخوا د فلسطیني ریاست د حوالې په ورکولو شکایت وکړ او وېې ویل چې په دا راز وېناوو فلسطین ریاست نه جوړیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG