د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې صنعتي پارک پرانيستل شو




بازمحمد عابدمشال راډيو

جلال اباد:ـ دغه صنعتي پارک چې د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اړوند امان الله خان ښارګوټي ته څيرمه پروت دی، يوولس سوه جريبه ځمکه ورته بيله شوې چې ۲۹۵ سوداګرو ته به په کې د کارخانو جوړولو لپاره ځمکه ورکول کيږي.

د افغانستان سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي
د افغانستان سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي
د افغانستان د سوداګرۍ وزير انورالحق احدي د صنعتي پارک د پرانستي پرمهال وويل:


« دغه يو لوی پارک دی يوولس سوه جريبه ځکمه ده او ۲۹۵ متشبيثينو ته په کې ځمکه ورکول کيږي. نن موږ شل نفرو ته ځمکې تقسيم کړي، سندونه مو ورته ورکړل. او دا هغه فابريکه لرونکي دي چې همدا اوس په جلال اباد ښار کې فعاليت لري. دوی ته موږ اوليت ورکړو. نور خلک چې دلته تشبث کوي، او غواړي چې صنعت ته رشد ورکړي، هغوی دې خپل درخواستونه ايسا ته ورکړي، موږ يې مطالعه کوو، که چيرته د دوی پيشنهادونه درست وو، موږ په کافي اندازه ځمکه لرو، ټولو ته به يې تقسيم کړو.»

يو شمير سوداګرو انديښتې لرلې چې په دغه پارک کې مستحق او واړه کارخانه دار چې عملاٌ په فعاليت بوخت دی، له پامه غورځول شوي، خو د افغانستان د ايسا يا د پانګونې د ملاتړ ادارې مشر وفی الله افتخار وايي چې د کارخانه دارو لپاره د ځمکو توزيع به په ټوله مانا سره شفافه وي.

« زموږه لومړيتوب همدا دی چې هغه سکټورونه چې موږ هيواد ورته ضرورت لري، هغو پانګوالو ته توزيع کړو. ځکه چې پنځلس سوه درخواستونه راغلي او موږ د درې سوه په حدودو کې توزيع لرو. که څه هم دا يوه مشکله پروسه ده، خو زه دا ډاډ ورکوم چې دا به کاملاٌ شفافه وي، د مافياوو لاس ته به نه غورځيږي لکه نور پارکونه چې تاسو ليدلي دي. چې کال ته موږ راځو نو د فابريکو افتتاح به کوو.»

د اسما مدني اوبو او غير الکولي مشروباتو د شرکت ريس صفير الله صديقي چې د ځمکې د ملکيت کاغذونه يې تر لاسه کړي وو او اوس د جلال اباد ښار نظر اباد کې کارخانه لري، وايي چې ډير ژر به خپله کارخانه دغه صنعتي پارک ته را انتقال کړي.

د ايسا ادارې چارواکي وايي چې هر چا ته د کارخانې لپاره ځمکه ورکول کيږي، په يو نيم کال کې به خپله کارخانه فعالوي. د ننګرهار د بريښنا شرکت چارواکي چې ډير ژر به څلويښت ميګاواټه بريښنا صنعتي پارک ته راوغځوي او د افغانستان د مالې وزرات چارواکي وايي چې د لسو کلونو پورې به له کارخانه دارو څخه ماليه يا ټيکس نه اخيستل کيږي.

XS
SM
MD
LG